
❤️د ياد تار❤️
February 16, 2025 at 10:24 AM
د غزل او د ټپې انډیوالي ده
که زما او د هغې انډیوالي ده
په لمبه لمبه رخسار د خولو څاڅکي
د باران او د ډېوې انډیوالي ده
پاګل نه وم زه په هر څه پوهېدمه
مړه خېر دی ما به وې انډیوالي ده
چې له سترګو نه یې تېر شې نو یې هېر شې
دا د دغې زمانې انډیوالي ده
یوه ښکلې او یو ښکلی سره ناست دي
د بادام او د پیستې انډیوالي ده
دا چې رنګ مې تور اوختی دی درمانه
دا مې کړي د لمبې انډیوالي دہ
غزل - درمان
❤️
3