غازی میڈیا نیٹورک
غازی میڈیا نیٹورک
February 16, 2025 at 10:38 AM
بِسمِ اللهِ الرَّحمٰنِ الرَّحِيمِ مهمه خبرتیا د اسلام، جهاد، او مجاهدینو د مؤثرې استازولۍ او د امت مسلمه د سمو لارښوونو په موخه، غازی میډیا یو ځل بیا خپلې خپرونې بېرته فعالوي. لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده چې شاوخوا یو کال وړاندې، غازی میډیا د بېلابېلو وجوهاتو له امله خپلې نشریاتي چارې موقتاً ودرولې وې. دا پریکړه د جدي غور او فکري بصیرت له مخې، د پراخو اسلامي ګټو په پام کې نیولو سره شوې وه. خو د اوسنیو حالاتو او د امت مسلمه اړتیاوو ته په کتو سره، دا جوته شوه چې د غازی میډیا په څېر د یوه قوي او باوري رسنیز پلیټفارم اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې. داسې پلیټفارم چې د اسلامي تحریکونو ریښتینی استازیتوب وکړي او د باطل پروپاګند ته په مقابل کې د حق غږ پورته کړي. همدې هدف ته په پام، غازی میډیا بېرته خپل فعالیتونه د ټول توان او امکاناتو سره بیا ځلې پیلوي. موږ له ټولو مجاهدینو، د علم خاوندانو، او د امت مسلمه هوښیارو افرادو څخه هیله لرو چې زموږ په دې مبارزه کې ملګري شي، موږ ته خپلې مشورې او نظریات راکړي، او د حق په دې سفر کې زموږ ملاتړ وکړي. له الله تعالی څخه دعا کوو چې موږ ته د اخلاص او صداقت سره د دې فعالیت د پر مخ بېولو توفیق راکړي او دا د امت مسلمه لپاره ګټور وګرځي. آمین! والسلام علیکم غازی خپرندویه اداره 16 شعبان المعظم 1446 ھ ق بمطابق 15 فروری 2025
❤️ 2

Comments