غازی میڈیا نیٹورک
غازی میڈیا نیٹورک
February 16, 2025 at 10:39 AM
بسم الله الرحمن الرحیم د ثاقب ګنډاپور تقبله الله شهادت زړونه زخمي کړل نن مو د محترم ثاقب ګنډاپور صاحب او د هغه د ملګرو د شهادت زړه بوږنوونکی او خواشینوونکی خبر واورېد چې د اسلام‌ پالو زړونه یې ژور غمجن کړل شهید ثاقب ګنډاپور تقبله الله خپل ټول ژوند د اسلام، جهاد، او خپلو اصولو د ساتنې لپاره وقف کړی وو د هغه شهادت یوازې د یو فرد قرباني نه ده، بلکې د یوې مبارزې کامیابي او د هغې د هوډ پیاوړتیا ده. هغه او د هغه د ملګرو وینو د دې لارې یوه نوې پاڼه پرانستله، چې ثابته یې کړه، د حق پر لاره تګ اسانه نه دی، خو څوک چې په اخلاص او ریښتیني هوډ سره دا لار غوره کړي، د هغوی حوصلې به هیڅکله کمزورې نشي دا قربانۍ موږ ته را په زړه کوي، چې اسلام، ازادي، عزت، او انصاف تل قرباني غواړي، خو دا هم حقیقت دی، چې دا قرباني هېڅکله عبث نه‌ ځي. د شهید ثاقب ګنډاپور قرباني د دې خبرې اعلان دی، چې د حق او صداقت غږ نه‌ شي غلی کېدای، بلکې د دوی شهادتونه مجاهدینو ته لا زیات قوت او جذبه ورکوي د هغه مبارزه او قربانۍ زموږ عزم نور هم پیاوړی کړی، او موږ ژمنه کوو، چې د هغه مشن ته به دوام ورکوو هغه څوک چې د اسلام او جهاد لپاره خپل ځان نذرانه کوي، تاریخ یې تل د یو اتل په توګه یادوي الله تعالی دې د د ثاقب ګنډاپور تقبله الله قرباني قبوله کړي، درجات دې یې لوړ کړي، او کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړي. آمین. شنبه 16 شعبان المعظم 1446 ھ ق/ بمطابق 15 فبروري 2025
😢 ❤️ 8

Comments