غازی میڈیا نیٹورک
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 21, 2025 at 01:16 PM
                               
                            
                        
                            د جامعه حفصه پر ضد به ریاستي ظلم خطرناکې پایلې ولري
د پاکستان په تاریخ کې د لال جومات او جامعه حفصه پېښې د ریاستي ظلم، وحشت په توګه یادې ګڼل کېږي. د بدنام زمانه دیکتاتور جنرال مشرف د واکمنۍ پر مهال پر لال جومات د ترسره شوي ظالمانه عملیاتو نه یوازې په ملکي کچه سخت غبرګونونه راوپارول، بلکې په نړیواله کچه یې هم د پاکستان حیثیت هم داغدار کړ. په دې ظالمانه برید کې د مولوي عبدالرشید غازي په شمول سلګونه طالبان شهیدان کړای شول، چې د هغوی یوازینی "جرم" د دینی زده کړو ترلاسه کول او د اسلامي نظام غوښتنه وه، دغه وحشت د پاکستان په اسلامپالو ولسونو کې د جهاد جذبه لا پیاوړې کړه او په هېواد کې یې د یو ستر بدلون لپاره بنیاد کېښود.
 دوه ورځې وړاندې د جامعه حفصه د مشرې امِ حسان صاحبې بې له جرمه نیول کېدو د ریاستي جبر یاد راتازه کړ، دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی، چې پاکستان لا هم د لال جومات د پېښې له پایلو سره مخ دی.
د دولتي ادارو لخوا د جامعه حفصه او د هغې له اړوندو کسانو سره روان ظلم دا تصور لا پیاوړی کوي، چې ریاست د اسلامپالو او د اسلامي نظام د غوښتونکو پر ضد یوه منظمه جګړه روانه کړې ده. دا ګامونه هیڅ نه منل کېږي او خورا خطرناکې پایلې به ولري.
د انتقام جذبې به راوپارېږي
د ۲۰۰۷ کال د لال جومات له عملیاتو وروسته، مجاهدینو او جهادي تحریکونو د زیاست د ظلمونو څخه د نجات موندلو په موخه انتقام اخیستلو ته زور ورکړ. که اوسنی ظلم همداسې دوام ومومي، نو مجاهدین به یو ځل بیا د انتقام په جذبه سرشاره شي او ریاستي ادارې به تر سختو بریدونو لاندې ونیسي، چې دا د حکومت لپاره هیڅکله هم ښه شګون نه دی.
 د هېواد سلامتۍ ته خطر
په ماضي کې هم ورته اقداماتو پاکستان له داخلي بېثباتۍ سره مخ کړی و. که اوس هم حکومت دا ډول ظالمانه پالیسۍ تعقیبوي، نو د هېواد داخلي امنیت ته ستر خطر پېښوي او یوه بله جګړه به راپورته شي چې هغه به ډېره خطرناکه وي.
په نړیواله کچه حیثیت ته زیان رسېدل
د انساني حقونو ښکاره سرغړونې او ریاستي جبر به د پاکستان نړیوال حیثیت نور هم خراب کړي. که څه هم پیډ "paid" نړیوالې بشري حقوقي ادارې اکثره د ظالمو حکومتونو سره مل او شراکت لري، خو د سوشل میډیا په دې دور کې به د ولس او مدني ټولنو پر وړاندې د پاکستان استبدادي څېره لا پسې بربنډه شي.
سیاسي او ټولنیز بحران
دغسې ظالمانه اقدامات به د سیاسي ګوندونو، ولسي حلقو تر منځ ژور اختلافات رامنځته کړي، چې ټولنیز بحران به وزېږوي او هېواد به د کورنۍ جګړې لور ته بوځي. پاکستان له وړاندې د سیاسي بېثباتۍ سره مخ دی، او دا اقدامات به د پوځ او ریاستي ادارو پر ضد د بغاوت روحیه لا پیاوړې کړي.
د ریاست بنیادي دنده دا ده، چې د خپلو وګړو ځان، مال او د هغوی قانوني حقونو ساتنه وکړي، خو افسوس چې حکومت یو ځل بیا د ظلم لار نیولې ده. د امِ حسان صاحبه غیرقانوني نیول او د جامعه حفصه پر ضد روانې ظالمانه هڅې دا ښيي، چې ریاستي ادارې خپل واک په ناسم ډول کاروي، په مذهبي حلقو کې د دې ظلم پر ضد غم او غوصه راپورته شوې چې دا غوصه به د راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري.
که ریاست فکر کوي، چې مولوی عبدالعزیز غازي او د هغه کورنۍ یوازې دي، نو دا یې ستره تېروتنه ده، ځکه چې د پاکستان ټول اسلامپاله ولس او په ځانګړې توګه مجاهدین، د مولوي صاحب تر شا ولاړ دي او د هغه په خلاف به د ریاست د هر ډول ظلم پر وړاندې پیاوړی ځواب ورکړي.
غازي میډیا نیټورک
جمعه – ۲۲ شعبان المعظم ۱۴۴۶ هـ ق / ۲۱ فبروري ۲۰۲۵
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        2