د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
February 4, 2025 at 11:26 AM
د هرات ولایت څلورو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د پروژو پرانیسته. د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د برېښنا د یو شمېر پروژو د چارو د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ. د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت څلورو ولسوالیو (چشت شریف، اوبې، پښتون زرغون،کرخ) ته د برېښنا رسونې لپاره د ۴۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د څلورو برېښنا کوټونو (سب سټېشن) د جوړولو د نیمګړو چارو د پیل پرانیسته وشوه. په پرانیست غونډه کې د برېښنا شرکت رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار تر څنګ ګڼ شمېر ولایتي چارواکو او ولسي استازو ګډون درلود. غونډې ته په خپلو خبرو کې ښاغلي بلال ددې پروژو په ارزښت خبرې وکړې او د ځان بساینې په لور یون یې د امارتي شرکتونو لویه موخه یاده کړه. نوموړي برېښنا د ژوند او صنعت لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې پروژې د کار او پلان لاندې دي. ورپسې د برېښنا شرکت رئیس ښاغلي عمر خبرې وکړې او ددې پروژو په څرنګوالي یې د مفصلو معلوماتو تر څنګ د هرات خلکو ته په نزدې راتلونکي کې د ۶ نورو پروژو د پرانیستې زېری هم ورکړ. د هرات والي ښاغلي اسلام په خپله وینا کې د یادو پروژو په پیل خوښي څرګنده کړه او د برېښنا په برخه کې د ځان بساینې لپاره یې دغه کار بېساری وباله. د ۸.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۶ میاشتو په موده کې ددې پروژو په پایله کې به ۴۰۰۰۰ کورنۍ د برېښنا له اسانتیا برخمنې شي.
👍 2

Comments