د امارتي شرکتونو لوی ریاست
February 6, 2025 at 12:49 PM
هرات کې د غبرګ سرکټ د غځونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات ولایت د نورالجهاد برېښنا کوټ څخه ددې ولایت د انجیل ولسوالۍ شیدايي سیمې ته د غبرګ سرکټ غځونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، ولایتي مسؤلینو او قومي خلکو ګډون وکړ. په خپله پرانیستې وینا کې ښاغلي بلال د هیواد اقتصادي، صنعتي او تولیدي پیاوړتیا ارزښتمنه وبلله. نوموړي زیاته کړه چې په وارداتو اتکاء کمول او د صادراتو ګراف لوړول کولی شي مونږ له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره د انجیل او ګذرې ولسوالیو ختیځو ساحو سربېره د شپږمې، اتمې او پنځلسمې ناحیې له ۲۲۰۰۰ څخه د زیاتو پېرودونکو برېښنا پیاوړې او ډاډمنه شوه. د ۲۶۰ ټرانسفارمرونو له لارې به د سلما برېښنا تولید فابریکې او د ترکمنسان وارداتي برېښنا یو ځای د یادو ساحو خلکو ته وېشل کیږي.
❤️
1