
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
February 15, 2025 at 06:46 AM
ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مطبوعات.
شنبه: ۱۶/شعبان/۱۴۴۶ - ۲۷/سلواغه ۱۴۰۳.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت له کلونو نه پاتې نا اباده ځمکو د ابادولو لړۍ چټکه روانه ده « انځورونو کې ښکاري ».
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په څلور ګونو فارمونو کې دنا اباده ځمکو د ابادولو چارې په چټکۍ سره روانې دي « دغه ابادي ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ، ددغه کرنيز امارتي شرکت سره قراردادي کرنيز شرکتونو روانه کړی ده .».
د کرنيزو او اقتصادي چارو کارپوهانو په اند ، که يادې نااباده ځمکې ابادې او پرې د مالټو باغونه جوړ شي، نو دې سره به ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت ته ګڼې ګټې ورسېږي.
د کرنیزې ودې ترڅنګ به د مالټو تولید زیات شي، چې د داخلي بازار سربېره به د صادارتو زمینه هم برابره کړي.
دغه پرمختګ به د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت عواید لوړ کړي، خلکو ته به د کار زمینې برابرې کړي او د سیمې کرنیز سکټور ته به وده ورکړي.
#مطبوعات.