RTA Sport
RTA Sport
February 24, 2025 at 07:51 AM
د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ویرات کولي په یو ورځنیو سیالیو کې د کمو پاڼیو په لوبولو سره د سچن ټنډولکر د ۱۴ زره چټکو منډو ریکارډ مات کړ. کولي په خپله ۲۸۷ یمه پاڼۍ کې د پاکستان پر وړاندې د ۱۰۰ ناسوزېدلې منډو په جوړولو سره د خپلو منډو شمېر ۱۴ زره او ۸۵ ته لوړ کړ او د ۱۴ زره چټکو منډو ریکارډ یې په خپل نوم کړ. له دې وړاندې ټنډولکر په ۳۵۰ پاڼیو کې ۱۴ زره چټکې منډې جوړې کړې وې. #rtasport #cricket #championstrophy2025 #record

Comments