RTA Sport
RTA Sport
February 24, 2025 at 10:26 AM
فاریاب ولایت کې د کراټې ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له ۶ ولایتونو څخه د ۱۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې کیوکوشین‌کای ۳۳م پړاو سیالۍ وشوې. دغه سیالۍ په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې فاریاب پکې د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، هرات په ۲ نومرو دویم او بادغیس بیا د یوازېنۍ نومرې په ګټلو سره درېیم مقام کې ځای خپل کړ. #ملي‌سپورټ #rtasport #faryab

Comments