
RTA Sport
February 25, 2025 at 05:24 AM
اېسيبي ایلیون لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبه کې د کابل الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي وګټله.
د دې لوبې پچه اېسيبي ایلیون لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبډلې په ۴۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۵۶ هدف ورکړ.
پر وړاندې یې د کابل الف لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې او د ۱۱۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
#rtasport
#wakgradei2025
#cricket