جالبات#
جالبات#
February 25, 2025 at 04:33 AM
کيسه به وکړمه د خپلې بېوسۍ، ډاډه! ادې مې مړه وه راسره نه وې روپۍ ډاډه! لکه چې مرم خواکې مې نشته شبوګۍ ډاډه! تور ماښامی دی را الوتې ده سيلۍ، ډاډه! خه چې زه مړ شم، پرې خپه به شي نړۍ ډاډه؟ سوچ مې کولو د رېل ګاډي په پټلۍ، ډاډه! شپې تېروي لا د پردي ځنګل په ژۍ ډاډه! کلونه وشول، بېرته رانغلې مرغۍ ډاډه! تېر ماسخوتن و، را دې کړله په زارۍ ډاډه! خدای خو دې مه نيسه پدې يوې خولګۍ ډاډه! *هدایت رحمن ډاډ#*
❤️ 👍 2

Comments