میرویس خان کټوازی!
میرویس خان کټوازی!
February 27, 2025 at 12:34 PM
لکه واوره د غره رو رو ويلې کېږم اندامونه مې پردي راته ښکارېږي په يو چا پسې خوږېږمه او نشته زښته ډېره بېوسي راته ودرېږي د يو چا د لاس کورتۍ مې ده اغوستې د يو ګل بدن خوشبو ترې محسوسېږي زړه مې وايي په ژړا باندې مې سپک کړه خدای ګواه دی نن مې بل رقم يادېږي شين سهار دی او د حوت مياشتې اتم دی هيڅ بې هيڅه يم له کوره راوتلی ګوشکي مې په غوږونو کې پراته دي په قدم قدم د سين خواته راغلی يخنی ډېره ده خو زه دغلته ناست يم وړه کۍ تيږې اوبو ته غورځوومه ټول حواس مې له يوه انسانه تاو دي د تود عِشق لمبې جامو ته غورځوومه شبو! نن سبا څه بل رقم ته يمه هر اندام مې ستا د نوم له تورو جوړ دی له تسبو سره ته سمه را په زړه يې روح مې تاسره دی فکر مې نچوړ دی لکه واوره د غره رو رو ويلې کېږم اندامونه مې پردي راته ښکارېږي په يو چا پسې خوږېږمه او نشته زښته ډېره بېوسي راته ودرېږي *د زړنو ډاډ#*
❤️ 👍 4

Comments