نهضت - Nuhzat
نهضت - Nuhzat
February 13, 2025 at 02:00 PM
د ميثاق ايثار اداره وياړي چي په فرهنگي ډگر كي ئې كافي شمېر معتبر علمي آثار خپاره كړي؛ د شوروي او بيا امريكايي اشغال په دوران كي هم؛ او له اشغال وروسته هم؛ دا دئ اوس؛ د اسلامي فرهنگ مينه والو ته؛ د حزب اسلامي افغانستان محترم امير حكمتيار صاحب؛ د اسلامي اقتصاد په اړه دا مهم او علمي اثر (إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې)؛ وړاندي كوو؛ په دې كتاب كي به لوستونكي ډېر هغه څه وگوري چي هم د اسلام اقتصادي نظام په ښه توگه وپېژني، په دې اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه ومومي، د غرب پانگوال نظام او د كمونيزم اقتصادي سيستم پراخ عيبونه ورته جوت شي؛ او ډېر هغه امتيازات درك كړي چي اسلام ئې د دې سيستمونو په پرتله لري. نن ټول اسلامي امت په عامه توگه او خداى پال مبارزين او دعوتگران په خاصه توگه؛ دې ته ضرورت لري چي د اسلامي علومو او لارښوونو هغه برخي ښه وپېژني چي د دعوت او جهاد په دې پړاو كي ورسره مخ دي؛ بايد خپله پرې پوه شي او خپل مخاطبين پرې پوه كړي، هغه اندېښنې له منځه يوسي او پوښتني ځواب كړي چي د اسلامي نظام، حكومتولي، سياست او اقتصاد څرنگوالي په ارتباط كورني او بهرني دښمن رامنځته كړې، د اسلامي امت ځوان نسل د دوى تر پراخ فكري هجوم لاندي دئ؛ زهرجن تبليغات كوي، شكوك او شبهات خوروي، پوښتني او اندېښني زېږوي، د دې پوښتنو ځوابونه د مدرسو په كتابونو كي نه مومي؛ د اسلام سياسي نظام، اقتصادي سيستم، له نړۍ والو نظامونو او سيستمونو سره ئې مقايسه، امتيازات او ځانگړتياوي ئې پېژندل او په مدرسه او جومات كي د درس او خطبو په دوران كي خپلو مخاطبينو ته ښودل او بيانول؛ هغه څه دي چي نه د مدرسو په درسي نصاب كي شامل وو او نه استاد، مدرس او خطيب په دې اړه د څه ويلو ضرورت احساسولو؛ هلته دا ورته كافي برېښېدو چي په ورځنيو عباداتو او فرائضو لكه اودس، لمونځ، نكاح، حيض، نفاس، روژه، حج، جنت او دوزخ؛ ... تركيز وكړي؛ خو نن اسلام او اسلامي امت له ډول ډول گواښونو او چلنجونو سره مخامخ دئ، له پراخ سوړ او تود جنگ سره، پرون د بريتانيا او شوروي له لوري تپل شوو جنگونو او د دوى لاسپوڅو حكومتونو سره او نن د هغوى ځاى ناستي او خلف امريكا او ناټو او په غرب پوري تړلو ډلو او حكومتونو سره؛ د ننني حاكم وضعيت غوښتنه دا ده چي په هره عرصه او ډگر كي د دغو فكري، فرهنگي، سياسي او نظامي بريدونو مخي ته ودرېږو، خپل ملت او اسلامي امت ئې مقابلې ته چمتو كړو. دا كتاب او تر دې وړاندي؛ بايبل د قرآن په رڼا كي، دين او سياست، د امريكا ضد اسلامي جهاد، 11 سپتمبر، فتنه تكفير و انتحار؛ د هغو كتابونو په ضمن كي دي چي موږ اوس ورته ضرورت لرو او د ميثاق ايثار ادارې ئې د طبع او توزيع سعادت تر لاسه كړى. محترم ورور حكمتيار دا كتاب د خپل ژوند په داسي پړاو كي ليكلى چي عمر ئې 77 كلونو ته رسېدلى، له دې عمر ئې تر 55 كاله زيات په دعوت، جهاد او مبارزې كي تېر كړي، د قرآن پلوشې تفسير ئې په اتو جلدونو كي او د بخاري نژدې دوه ثلثه روايات ئې د حكمة البارئ په څلورو جلدونو كي ترجمه او شرح كړي، د كتابونو او رسالو شمېر ئې تر 140 اوښتى، كه په عربي، اردو، تركي او انگرېزي كي ژباړل شوي او نشر شوي كتابونه ئې هم پرې علاوه كړو نو شمېر ئې تر 160 اوړي؛ د اسلامي اقتصاد په اړه تفصيلي علمي كتاب ليكل؛ همداسي پوخ عمر، پراخي علمي زېرمي او ذخيرې ته ضرورت درلود؛ الحمد لله چي د دې تشي ډكولو سعادت د ده په برخه شو او نن د اسلامي امت ستر كتابتون؛ د اقتصاد په اړه په يوه جامع او معياري كتاب؛ لا زيات غني كېږي. ياد کتاب چي لا تر اوسه چاپ شوی نه دی، له تاسو ټولو درنو ورونو هيله کېږي، چي په اړه ئې خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې راسره شريکې کړئ. هيله ده زموږ مؤمن او مجاهد ملت؛ د آزموينو، جهاد او مبارزې په دې پړاو كي هم د مخكي په څېر بريالى او د خير الناصرين رب له فضل او كرم برخمن وي او د خپلو ټولو سپېڅلو آرمانونو د تحقق شاهد وي. ربنا آمين! د ميثاق ايثار اداره
❤️ 👍 8

Comments