
نهضت - Nuhzat
February 21, 2025 at 05:46 AM
. مسلمان ورور ته
له خپل حق نه تېرېدل
☆☆☆
قدرمنو وروڼو او خويندو:
خپل مسلمان ورور ته له خپل حق نه تېرېدلو ته په شريعت کې ايثار ويل کیږي او ایثار په دوه قسمه ده :
اول قسم ايثار داده چې انسان هر هغه څه وکړي چې الله تعالی یې خوښوي او د هغه حکم کوي، که څه هم د ده نفس یې نه خوښوي .
دوهم قسم ايثار هغه ده چې انسان هر هغه څه پرېږدي چې الله تعالی یې نه خوښوي او دهغه له کولو نه يې منع کړی وي خو دده نفس یې خوښوي .
د اول قسم ایثار په باره کې باید ووایم چې که څوک خپل مسلمان ورور ته د اخوت ، ورور ګلوۍ او د الله تعالی د رضا لپاره له خپل حق نه تېرېږي ، دا یو ستر کار ده او په شريعت کې ستر فضیلت او لوی اجر لري بلکې الله جل جلاله داکار د حقیقي مؤمن صفت ګڼلی ده دا کار نه یوازې د ورورولۍ نښه ده، بلکې د ایمان د قوت نښه هم ګڼل کیږی.
ایثار له خپل ځان نه بل ته ترجیح ورکول او یا د خلکو اړتیاوې د خپل ځان د اړتیاو نه مقدم کولو ته ویل کیږی.
دغسې خلکو ته الله جل جلاله مفلحین ویلي دي
الله جل جلاله فرمایلي دي :
﴿وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾
او هغه کسان چې " له دوی څخه " مخکې د مدینې په ښار کې میشت شوي وو او ایمان یې راوړي وه ، هغوی له هغو کسانو سره مینه لري چې د دوی خوا ته هجرت کوي، او په خپلو زړونو کې د هغو په باره کې هېڅ حسد یا کینه نه احساسوي ، له هغه څه چې دوی ته ورکړل شوي دي. بلکې، دوی "انصار" مهاجرینو ته پر خپلو ځانونو ترجیح ورکوي، که څه هم پخپله له سختېو سره مخامخ وي ، او هغه څوک چې خپل نفس له بخیلۍ نه وساتلی شي ، همدا کسان بریالي دي.
دا آیت کریمه د انصارو د قربانیو او ایثار ستاینه کوي، چې دوی د مهاجرینو سره خپل مال، کورونه او نور نعمتونه شریک کړل، که څه هم پخپله يې ورته ډیره اړتیا درلودله .
ابوهريره رضي الله عنه روایت کوي او وایی چې : (جاء رجل إلى النَّبيِّ ﷺ فقال: يا رسول الله، أي الصَّدقة أعظم أجرًا ؟ قال: أن تصدَّق وأنت صحيح شحيح، تخشى الفقر وتأمل الغنى.)
ابو هريرة رضي الله عنه روایت کوي چې يو سړي رسول الله ﷺ ته راغی او و یې ویل:
"ای د الله رسوله، کومه صدقه تر ټولو غوره ده؟"
رسول الله ﷺ وفرمایل:
دا چې ته صدقه ورکړې په داسې حال کې چې روغ یې او بخیل هم یې، د فقر نه وېره لرې او د شتمنۍ هیله هم لرې."
خپل مسلمان ورور ته بښنه کول هم ايثار ګڼل کیږي الله جل جلاله فرمايي :
"وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ"
او که تاسې بښنه وکړئ، دا تقوا ته ډیره نږدې ده
بل ځای کې فرمایي:
وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
که بښنه وکړئ، تیرشئ ، او معافي وکړئ ، نو الله تعالی ډېر بښونکی او مهربان دی."
د جنجال او شخړې پريښودل هم ايثار ګڼل کیږي په حدیث شریف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
"أَنَا زَعِيمٌ بِبَيْتٍ فِي رَبَضِ الجَنَّةِ لِمَنْ تَرَكَ المِرَاءَ وَإِنْ كَانَ مُحِقًّا"
زه د جنت په څنډه کې د يوې ماڼۍ ضمانت ورکوم ، هغه چا ته چې شخړه پرېږدي، حتی که دي په حقه وي."
د خپل قهر کنترولول هم ایثار ګڼل کیږي رسول الله ﷺ فرمایي:
"مَن كَظَمَ غَيْظًا وَهُوَ قَادِرٌ عَلَىٰ أَنْ يُنْفِذَهُ، دَعَاهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَىٰ رُءُوسِ الخَلَائِقِ يَومَ القِيَامَةِ حَتَّىٰ يُخَيِّرَهُ مِنَ الحُورِ العِينِ مَا شَاءَ."
چا چې خپل غصه کنټرول کړه، حال دا چې د انتقام قدرت یې هم درلوده ، الله به د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په مخکې هغه ته اختیار ورکړي چې له حورالعین څخه هره یوه چې خوښه وي خوښه یې کړي."
د ایثار د غوره والي او بهترۍ په باره کې رسول الله ﷺ فرمایلي دي چې :
"مَن تَرَكَ شَيْئًا لِلَّهِ، عَوَّضَهُ اللَّهُ خَيْرًا مِنْهُ."
چا چې د الله د رضا لپاره یو شی پرېښود، الله به یې په بدل کې ورته غوره شی ورکړي."
یعنې که یو څوک د الله د رضا لپاره له خپل ثابت حق نه تېر شي، الله به یې په دنیا او آخرت کې غوره بدله ورکړي.
خلاصه دا چې :
له خپل حق نه تېرېدل، که د ضعف له امله نه وي، بلکې د الله د رضا، ورورولۍ او د اخرت د اجر لپاره وي، نو دا یو لوړ اخلاق او ستر فضیلت دي دا کار د تقوا، عزت او لوړوالي سبب کېږي، او الله تعالی به داسې شخص ته له خپل رحمت څخه غوره بدله ورکړي او دا ځکه چې له خپل حق نه تېر يدل کمزورتیا نه ده ، بلکې د زړورتیا، صبر، او خدای ته د تسلیمۍ نښه ده. په اسلامي ټولنه کې د ورورولۍ، عفوې، او بښنې فرهنګ رواجول د سولې، اتحاد، او پرمختګ سبب ګرځي .
ليكوال:
خواجه سيد حبيب الله شفق
❤️
6