نهضت - Nuhzat
نهضت - Nuhzat
February 22, 2025 at 06:17 PM
تکفيـريان او په جوماتونو کې چاودنې تکفيريان له خپلې ډلې پرته هيڅوک مسلمان نه ګڼي ، د دوی په آند هر هغه څوک چې د تکفيريانو په لکۍ پسې ځوړند نه وي ، نه يوازې مسلمان نه دی ، لاچې کافر دی او د مرګ وړ !! دوی خپلو پلويانو ته وايي چې ؛ په کومه سيمه کې له تکفيريانو پرته نور مسلمانان مسلط وي او د تکفيريانو پلويان ورسره جماعت ته اړ شي ؛ خپل انفرادي لمونځ دې کوي ؛ ځکه چې د تکفيريانو له ملا پرته په بل چا پسې لمونځ نه کېـږي ! د همدغې عقيدې له مخې دوی نور مسلمانان مشرکان ګڼي او په مرګ کې يې جنتونه لټوي !! د تکفيـريانو په منهج کې هيڅ تکفيـری د بل مذهب له پلويانو سره دوستي نه شي کولی ، نه به لور په نکاح ورکوي او نه به يې خپل ځانته منکوحه ګرځوي ، او که کوم تکفيري له بل چاسره د دوستي مزی غځولی وي ، فسخ دې يې کړي ؛ ځکه چې نور خلک ټول مشرکان (؟) دي !! د تکفيريانو په قاموس کې دا هم جايز دي چې مسلمانان په لمانځه لپاسه او د قرآن د تلاوت په مهال ووژل شي او يو انتحاري يې په منځ کې د استشهاد ( ؟ ) په عنوان چاودنه وکړي ؛ که څه هم په جومات کې شته قرآنونه ورسره وسوځي او د مصليانو او خدای (ج) تر منځ اړيکه پرې شي !! همدا خبره ده چې دوی په تېرو دوه نيمو لسيزو کې زرګونه هغه خلک ووژل چې يا به د تفسير حلقې ته ناست ول او / يا به په جوماتونو کې لمانځه ته را ټول شوي وو !! د جهاد ستر ستر قوماندانان ، جيد علماء او په ټولنه کې محوري شخصيتونه ، ډېری يې ددوی په انتحاري او تروريستي بريدونو کې د لمانځه په مهال په شهادت ورسول شول !! دوی کمونيست نه وژني ، د اسلام له سترو دښمنانو سره يې کار نشته ؛ خو د علمي ، جهادي ، او مؤمنو شخصيتونو د وژنې لپاره خپلو پلويانو ته انتحاري واسکټونه ور اغوندي ، انتحاريان روزي او په زرګونو کيلو متره لري لري يې استوي !! تاسې وليدل چې پر ايمان مسجد بريد کوونکي له تاجکستان نه راغلي وو ، او له ډېرو نورو ملکونو د دې لپاره را تېر شوي وو چې د سرې ټولواکمنۍ د انقراض پر وياړ وياړمن خلک ووژني !! دوی په شيعه ګانو هم ددې لپاره بريدونه کوي ؛ چې مذهبي شخړې را ولاړې کړي او مسلمان هېوادونه د مذهبي جنګرېز قرباني کړي !! ددې فتنې تر شا لوی لوی لاسونه کار کوي ؛ خو متاسفانه تمثيل ته يې همدغسې چا هل ، او سخت زړي خلک ګماري چې ځانونه تر بل هر چا مقبول او مطلوب مسلمانان ګڼي! د تکفيـريانو په دغې فتنه کې دا دی يو بل ستر شخصيت ( خ ل ي ل آل رحم ان ح ق اني ) هم په شهادت ور سول شو او مسلمانان د يو عظيم انسان د مرګ پر ټغر کېنول شول !! خ ل ي ل ا ل ر ح م ا ن ح ق ا ني هم په جومات کې په دې عنوان شهيد کړی شو چې د تکفيـريانو په مذهب کې مشرک او د مرګ وړ ګڼل شوی ؤ !! تکفيـريانو د هغه په مرګ کې جنتونه او ثوابونه لټول ؛ ځکه خو يې جومات ته ځان مرګی پسې واستاؤ او د خدای په کور کې يې شهيد کړ !! شايد دا لړۍ دوام وکړي او زموږ ډېری علمي او جهادي شخصيتونه نور هم د تکفيريانو د بريدونو ښکار شي ؛ که مسلمانان دې فتنې ته متوجه نه شي او په خپلو منځونو کې په شخړو اخته وي ؛ نو تکفيريان به يې هرو مرو شخصيتونه له منځه وړي !! مسلمانان په هغه صورت کې له ياد فتنې بچ کېدای شي چې له يوې خوا پر يو واحد دريځ اجماع وکړي او له بلې خوا خپل منځي اختلافات شاته و غورځوي ، ضمناً اړينه ده چې د يو پڅ او له انکشافه لري اسلام په ځای هغه اسلام ته لاره پرانيستل شي چې له هر ډول پېغوره بچ او الله تعالی يې پر تنفيذ ترکيز کړی وي.
❤️ 2

Comments