نهضت - Nuhzat
نهضت - Nuhzat
February 24, 2025 at 05:57 AM
انجنير حكمتيار، د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير؛ له يو شمېر بهرمېشتو سره په ژوندۍ بڼه ځانګړې ناسته ترسره کړى د حزب اسلامي مجاهد مشر پرون ماښام د زووم «Zoom» اپليکيشن له لارې په ژوندۍ بڼه د خپل نوي تخليقي اثر «اسلامي اقتصاد» پر موضوع له يو شمېر بهرمېشتو متعهدینو سره په ژوندۍ بڼه ځانګړې ناسته وکړه. مجاهد ورور جناب حكمتيار، په ياده ناسته کې د اسلام د اقتصادي نظام پر اساسي تګ‌لارو تفصیلي بحث وکړ او د ګډون‌والو پوښتنو ته یې مفصل ځوابونه ورکړل. نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي اقتصاد یوازې نظرياتي بحث نه دی، بلکې د عملي تطبیق له‌پاره کوټلې او واضح حل‌لارې او تګ‌لارې لري، او پر وينا يې چې؛ که په سم او دقيق ډول تطبيق شي، په ټولنه کې شته اقتصادي ستونزې ورسره سل‌سلنه حلېدای شي.
❤️ 👍 💚 10

Comments