نهضت - Nuhzat
February 25, 2025 at 11:42 AM
د ضیاءالحق امرخېل د وروستیو څرګندونو په ځواب کې!
سميع الله نهضتيار
ښاغلی امرخېل! کله مې چې ستاسو لیکنه ولوستله ډېر زیات متعجب او حیران شوم چې تاسو هم ملت سره د مخامخ کېدو جرأت لرئ؟ تاسو هم ملت پخپلو لیکنو او ویناوو کې مخاطب کولی شئ؟ د وجدان، ضمیر، شرم او حیا په نوم کوم څه پېژنئ؟ آیا تاسو ته هم هسکه غاړه او جګې سترګې پاتې دي چې ملت ته پرې مخامخ وګورئ؟ تاسو کله هم ځان سره محاسبه کړې چې د دې ملت په حق کې مو څونه جفا او ظلم کړی؟
ښاغلی امرخېل! کله چې تاسو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې یو ستر مسئولیت در په غاړه وو؛ په همغو ټاکنو کې مو د رایو صندوقونه له جعلي پاڼو ډک کړل او د یو ستر ملت په سرنوشت مو تاریخي لوبه او معامله وکړه، د ځمکې پر مخ تر دې ستر جرم نه شته چې یو څوک را پورته کېږي او خپل ټول ملت ته په سپکه او د حقارت په سترګه ګوري، آیا تاسو ته اوس هم آرام خوب درځي؟ کله مو هم سترګو ته حیا درېږي چې دې ملت ته تاسو څونه سپکاوی کړی؟ تاسو هم عذاب وجدان پېژنئ؟ څنګه مو وجدان مني چې دا هرڅه له یاده اوباسئ او په وړه خوله غټې غټې خبرې کوئ او نورو ته پېغورونه ورکوئ؟ لږ خو خپل مخاطب و پېژنه چې ته چاته د مبارزې لارښوونه کوې؛ ته چې کوم چا ته د مبارزې لارښوونه کوې هغه ستا له پیدایښت نه کلونه کلونه وړاندې له اسلام او هېواد څخه د دفاع په لار کې مبارزه پیل کړې، د کمونیزم تور ټغر یې ټول کړی او له برکته یې نن ستا نوم ضیا الحق او د قرآن حافظ یې، ستا دا لارښوونه داسې معنی لري لکه یو بیسواده شخص چې را ولاړ شي او د پوهنتون یو پوهاند استاد ته د علم د زده کړې په اړه توصیه کوي؛ ملامت نه یاست یو څوک چې هڅه کوي خپل بدنام نوم جوړ کړي، مجبور وي چې د خپل تور تاریخ د پټولو په خاطر په نورو پسې سپکې او سپورې و وایي.
ښاغلی امرخېل په دې بحث نه کوم چې تا به څونه غلاوې او خیانتونه کړي وي او یا به مو نه وي کړي ته پوه شه او الله د پوه شه؛ الله تعالی به له تا او ټولو هغو سره خامخا حساب کوي چې د بیت المال په حق کې یې ظلم کړی وي؛ زه یوازي یوې مسئلې ته اشاره کوم او ستا ځواب غواړم چې تاسو پخپله په ځان شاهدي ویلې او په ځان مو سند جوړ کړی؛ په لاندې ډول یې توضیح کوم:
ښاغلی امرخېل! کله چې تاسو د ننګرهار والي وئ؛ د پخواني حکومت واکمني ختمه او د امارت واکمني پیل شوه؛ د امارت له لوري ټاکل شوی والي (د لوړو زده کړو اوسنی وزیر) راغی او تا ورته باید مکمله تسلیمي ورکړې وای، خو برحال والي ته د داسې ښودلې وه چې ګواکې ما تاته بشپړه تسلیمي درکړه اما حقیقت یوازي تاسو او الله ته معلوم وو، کابل ته ستون شوی وې؛ د اسد میاشتې په ۲۴مه نېټه د امارت واکمني پیل شوه خو تاسو آن د سنبلې په ۱۴مه چې د سپتمبر میاشتې له ۵مې نېټې سره سمون خوري یعنې تقریباْ ۲۱ ورځې وروسته په خپله فیس بوک پاڼه په ننګرهار او کابل کې د سپارل شویو جنسونو تفصیلي جدول خپور کړ او ملت ته مو په اصطلاح ځان سپین چرګ وښودلو؛ په ذکر شوي جدول کې مو دا هم لیکلي وو چې ۱۶ ملیونه افغانۍ مو په کابل کې د استخباراتو لوی ریاست ته سپارلې وې یعنې په ننګرهار کې د جنسونو له رسمي تسلیمۍ او هغه هم تر اوږده ځنډ وروسته او په کابل کې؛ ښاغلی امرخېل ته باید په دې پوه شې چې ملت واښه نه خوري، انسانان دي، عقل لري، شعور لري تاسو ورته د ړندو او کڼو خیال مه کوئ.
زه څو پوښتنې لرم؛ که تاسو رښتیا هم ملت ته درناوی لرئ، ملت درته محترم او معزز وي نو ښکاره او څرګند ځواب خپل ملت ته و وایه: تا مکلفیت درلود چې د ننګرهار نوي والي ته بشپړه تسلیمي ورکړې ولې مو خپله تصفیه هملته بشپړه نه کړه؟ ولې مو د بیت المال په لسګونو ملیونه پیسې شل ورځې ځان سره ساتلې وې؟ څه شی باعث شول چې تر شل ورځني ځنډ وروسته مو تصمیم ونیولو ترڅو ۱۶ ملیونه افغانۍ د بیت المال اړوند استخباراتو لوی ریاست ته وسپارئ؟ یوازي الله ښه پوهېږي چې د دې پیسو واقعي مقدار به څومره وو، په دې هم بحث نه کوو چې دا پورته مقدار صحیح دی یا نه دی د هغه ځواب به ته الله ته وایې، که احیاناْ ستاسو استدلال دا وي چې دا پیسې په ننګرهار کې نه بلکې په کور کې راسره وې په دې صورت کې بیا هم پوښتنه را ولاړېږي چې تاسو ولې او د څه له پاره د بیت المال پیسې پخپل شخصي کور کې ساتلې وې؟ ولې مو دا مقدار پیسې په ننګرهار کې د نورو جنسونو ترڅنګ یاد والي ته نه سپارلې؟ که دغه مقدار پیسې د بیت المال وې خو هغه نور جنسونه هم د بیت المال وو ولې توپیر چې اسلحه او نور شیان مو والي ته سپارل خو یوازې پیسې مو ځان سره ساتلې وې؟
د ذکر شوي جدول په پنځمه شمېره کې تاسو د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې تړون په اصطلاح ((د ګډ دفتر)) اړوند د درې عرادې نقليه وسايطو د سپارلو يادونه هم کړې ده؛ کله چې تاسو ته د ياد کميسيون مسئوليت وسپارل شو په تدريجي ډول د تړون د تطبيق او عملي کېدو چارې ضعيفه او بالاخره د ۲۰۲۰م کال له جولای مياشتې وروسته د کميسيون فعاليت يوازي او يوازي يو جانبه اړخ درلود له حزب اسلامي سره هېڅ نوعه تعامل او همکاري موجوده نه وه، د کميسيون دفتر ستاسو جناب امرخېل په شخصي ميلمستون او دفتر بدل شوی وو، فقط د خپل پرسونل د معاشاتو او نورو لګښتونو له پاره د بودجه ترلاسه کوله او خپل جيب د ډکولو نور تاسره نه د بنديان غم وو، نه د مهاجرينو او نه هم د نورو مسايلو د عملي کېدو؛ ياد درې عرادې نقليه وسايط تاسو ۱۴ مياشتې يعنې د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر مياشتې تر ۵مې نېټې پورې ځان سره ساتلي وو؛ خو خو کله چې پوه شوې نور د بيت المال څخه ګټه نه شې اخيستلی امارت ته د وسپارلو.
که همدا سوالونه په څرګنده او صادقانه توګه ملت ته ځواب کړئ ممکن ملت سره د مخامخ کېدو یو فیصد مجال پیدا کړئ.
ښاغلی امرخېل هڅه مه کوئ چې ملت ته ځان سپین چرګ ثابت کړئ، ستاسو شخصیت او کړنې مو دې ملت ته ډېرې څرګندې او روښانه دي؛ ممکن تاسو خپل ځان سم ونه پېژنئ خو ملت تاسو ډېر ښه پېژني، خپل تور او بدنام تاریخ هېڅکله نشئ پاکولی؛ غوره به دا وي چې آرام پخپل ځای کښینئ.
❤️
👍
💚
14