
Umar Farooq Nationalist 🚩
February 18, 2025 at 07:05 AM
پښتانه ټول عمر په ورکو لارو کښی وژل شي د خپلو ناپوهو د لاسه تل د پردو لښکرو اشر ګرندي يو او څوک رانه خبر هم نه وي .
ېو تن راته وائي ېو خپلوان مې دې غريب هم دې څليرشتم نومبر باندې د ګنډاپور سره اسلام اباد ته په احتجاج کښی تلې وو د ګاونډي نه ئې ګاډی بوتلې وو بېا هلته نيول شوې پينځه کاله زندان ورته اورول شوې او پردی د څلوېښت لاکه روپو ګاډی هم ورک دې د اسلام اباد په ېو تاڼه کښی ګاډی نشته ګاډي والا اوس پېسې غواړي کور ته ئې ناست دي خو د سړي هيڅ وس دس نشته.
په پنجاپ کښی نيول شوي پښتانه هم زمونږ د خاورې بچي دي که په هر ځای کښی وي د دغه پښتنو سره د زړه نه همدردي لرو ځکه چې د دغه زرګونو پښتنو په سیاسي استحصال او تکليفونو ځنې قوتونه تل ګټې کوي د عمران د ازادولو په نامه زرګونه پښتانه زنداني دي خو آزاد ګرځېدونکی ډېر خلک حقيقت کښې د عمران په زندان کښی خپلې ګټې ویني .
مولانا خانزېب