ژور اسلامی سياست Deep Islamic politics
ژور اسلامی سياست Deep Islamic politics
February 13, 2025 at 05:53 AM
وروسته ترهغه چي ټرمپ دحماس مجاهدينو ته اخطار ورکړ چي تر راتلونکې شنبې پوري بايد داسراٸيلو ټول يرغمل کسان خوشي کړي که نه غزه به به دوزخ بدله کړې دټرمپ ددې اخطار په غبرګون کي سعودي عربستان، مصر، اردن سوريې، عمان، متحده عربي اماراتو، قطر، ايران، سوريې، او پاکستان خپلو فوځيانو ته دتيارسۍ امر کړى، دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزارت شېبه مخکي اعلان وکړ چي دټرمپ داخطار په وړاندي هررقم جګړې ته داماده ګۍ په حال کي يو او خپل فوځيانو ته يې وفلسطين ته دتګ امر کړى. بل خوا دمصر چارواکو هم داسراٸيلو سره خپل ټولي سياسي اړيکې پرې کړي او فوځيان يې غزې ته دداخلېدو په حال کي دي. قطر هيواد هم دټرمپ داخطار په غبرګون کي هلته دالعديد اډې دتخلېيې امر کړى او زياته کړي يې ده چي تر راتلونکې شنبې پوري بايد ټول امريکايې چارواکي له يادي اډې څخه ووزي که نه دسختو پايلو سره به مخ سي. دسوريې مشر احمد الشرع بيا زياته کړي که چيرې اړتيا سوه موږ به اسراٸيل دسوريې لخوا هدف وګرځوو او پرې به نږدو چي اسراٸيل پر غزې بريد وکړي، بل خوا دپاکستان دفوځ مشر عاصم منير ويلي که سعودي عربستان دپاکستان نيم قرضونه په غاړه واخلي فوځ يې چمتو دى چي دبيت المقدس ددفاع په جګړه کي برخه واخلي عاصم منير هغه ګنګوسي رد کړي چي ګواکي دپاکستان فوځ دکرايې فوځ دى او دامريکا دقرضو په بدله کي له حماس سره جنګېږي. دايران ستر مذهبي مشر آيت الله خامنه يې بيا ګواښ کړى که چيرې اسراٸيلو پر غزې دبريد هڅه وکړي دوى به يې ځواب په هوايي بريدونو او ميزايلو ورکړي خامنه زياته کړي دا بريدونه به دتېر په شان وخت نه نيسي بلکي ژر به تاسو ووينى چي موږ څومره بريکنده ځواب وايو دافغانستان حکومت لا تراوسه دټرمپ داخطار په اړه څه نه دي ويلي دا به وروسته معلومه سي چي ياد هيوادونه څه کوي...... طنز *اسلامي میډیا نشراتی اداره*

Comments