↣ فـکري ویښتابه ↢
↣ فـکري ویښتابه ↢
January 31, 2025 at 02:01 PM
*شهيد قائد محمد الضيف ابوخالد څوک وو!* - ژباړن: ماجد څارګر - نوم یې محمد دیاب ابراهیم المصري دی، کُنیه یې ابو خالد ده، - خو آیا ته پوهېږې چې ولې به یې ورته "الضیف" لقب ورکاوه؟ محمد الضيف اصلي نوم محمد دیاب ابراهیم المصري دی. هغه په 1965 کال کې په غزه کې زېږېدلی. دی د یوې فلسطینۍ کډوالې کورنۍ غړی دی، چې په 1948 کال کې له القبیبة کلي څخه غزې ته شړل شوې وه. محمد الضیف د خان یونس کډوالو په کمپ کې لوی شو او هلته یې ژوند کاوه، تر هغه چې اسراییلو د ده تعقیب پیل کړ. الضیف، چې په فلسطین کې د "ابو خالد" په نوم مشهور دی، په یوې بې‌وزلې کورنۍ کې لوی شوی. هغه له خپل پلار سره د غزل او تنجید (ګنډلو او فرش جوړولو) په کار بوخت و. ده د چرګانو د روزنې یوه کرونده جوړه کړې وه او یو وخت یې د موټر چلوونکي په توګه هم کار کاوه. ځینې وختونه مجبور و چې زده کړې پرېږدي، ترڅو خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي. محمد الضیف، چې د "القسام" لومړی مشر بلل کېږي، د غزې اسلامي پوهنتون څخه د علومو په برخه کې د لېسانس (بکلوريوس) سند ترلاسه کړی. هغه د ۱۹۸۰مو کلونو په جریان کې د زده‌کړو پر مهال د محصلینو په خوځښتونو کې یو وتلی فعال و. همدرانګه، خپلو ملګرو دي د ډېرې ارامۍ او لوړ هوش له امله پېژنده. محمد الضیف د ۱۹۸۷ کال له تاسیس وروسته د حماس له لیکو سره یوځای شو، چې دا د انتفاضه الحجارة (د کاڼو پاڅون) له پیلېدو وروسته و. هغه په ۱۹۸۹ کال کې ونیول شو او د اشغال‌ګرو (اسراییلي) زندانونو کې یې ۱۶ میاشتې د پوځي فعالیت په تور تېرې کړې. د بند په هماغه موده کې، محمد الضیف له زکریا الشوربجي او صلاح شحادة، چې د حماس د پوځي څانګې لوړپوړي مشران وو، موافقه وکړه چې داسې پوځي ډلې جوړې کړي چې د اشغال‌ګرو سرتېرو د تښتولو عملیات ترسره کړي. دغو ډلو یو شمېر عملیات ترسره کړل، چې تر ټولو مشهوره یې د ۱۹۹۴ کال د اسراییلي سرتېري نحشون فکسمان تښتونه وه. د دې عملیاتو وروسته، محمد الضیف د اسراییلي اشغال‌ګرانو له خوا تعقیب شو. هغه د اشغال‌ شوې لویدیځې کرښې ته ولېږدول شو او هلته یې د "القسام" څانګه جوړه کړه. دی هلته څو کاله پاتې شو، خو په ۲۰۰۰ کال کې د فلسطیني امنیتي ادارو له خوا ونیول شو. په ۲۰۰۲ کال کې،چي کله صلاح الشحاده په یوه اسراییلي هوايي برید کې شهيد شو. محمد الضیف د "کتائب عز الدین القسام" عمومي قومندان وټاکل شو،کله چې محمد الضیف د "کتائب القسام" مشري په لاس کې واخیسته، هغه ته د "مردِ سایه" نوم ورکول سو، ابوخالد د پوځي روزنې او پرمختګ لپاره یوه اکادیمي جوړه کړه. دغه اکادیمي په ۲۰۰۵ کال کې، د اسراییليانو د غزې له وتلو وروسته، رسماً څرګنده شوه. د محمد الضیف په مشرۍ، "کتائب القسام" څو بریاوې ترلاسه کړې چې زیاتره یې د راکټونو په برخه کې وې. هغوی د راکټونو تولید پیل کړ چې د څو کیلومترو پورې رینګه لرله، تر دې چې دې پرمختګ سره د فلسطین ټولې اشغال شوې ښارونه د جنوبی تر شمال پورې تر پوښښ لاندې راوستل سوي. د محمد الضیف په مشري، "کتائب القسام" د راکټونو یو لړ جوړ کړل، چې تر ټولو مهم یې "قسام ۱" او "۲"، M75، "عطار ۱۲۰"، "شمالة ۱۲۰" او "جعبري" J80 وو. دا راکټونه د "القسام" د مهمو مشرتابه شخصیتونو نومونه لري چې مخکې له دې شهیدان شوي. د دور لرونکي راکټونو له ډلې څخه، د "رنتيسي" راکټ چې د R160 په نوم یادیږي او د حیفا ښار ته رسیدلی شي، هم درلودل. همدارنګه، هغه راکټ چې "کتائب القسام" په ۲۰۲۱ کال کې د رامون هوایي ډګر په هدف وویشت، هغه هم د "عیاش ۲۵۰" نوم درلود. سربیره پر دې، محمد الضیف په نورو برخو کې هم د پرمختګ په عملیاتو کې فعاليت کړی، لکه "د سرکونو وسلې" او د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو پروژه چې د فلسطیني او عربي انجنیرانو له خوا ترسره شوه، چې د هغو له جملې څخه د تونسي انجنیر محمد الزواري نوم یادول کېږي. د محمد الضیف په مشري، "کتائب القسام" په نورو وسلو کې هم پرمختګ وکړ، لکه د "الیاسین ۱۰۵" ضد زره توغندیو تولید، سربیره پر دې، د "سایبر" ځانګړې ګروپونه يي هم جوړه کړې، چې په دې برخه کې یې څو بریالۍ عملیات د اشغال‌ګر پوځ او امنیتي ادارو پر وړاندې ترسره کړل. محمد الضیف د ۲۰۰۱، ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۶، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو په جریان کې د يهودو لخوا د وژنې شپږ ځلې هڅو سره مخ شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې اسراییلو بيا هم دوه ځلې د هغه د شهادت هڅه وکړه. خو تر ټولو سختې د هغه د شهادت هڅې په ۲۰۰۲ کال کې وې. په ۲۰۱۴ کال کې، اشغالګرو په یوه هوايي برید کې د هغه مېرمن او کوچنی زوی (علي) شهيدان کړل، چې په دغه برید کې دوی د غزې د ښار په شمال لویدیځ کې په شیخ رضوان سیمه کې په خپل کور کې وو. امنیتي سیسټمونو په دې اړه راپور ورکړ چې د محمد الضیف د وژلو هڅه شوې ده يعني أبو خالد شهيد سوي دي. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰ مه، د حماس د پوځي څانګې "کتائب عز الدین القسام" ویاند، ابو عبیده، د کتائب القسام د سترو مشرتابه کسانو څخه د محمد الضیف د شهادت خبر ورکړ، سربیره پر دې، د القسام د پوځي شورا شپږو نورو غړو نومونه هم اعلان شول. د "الضیف" لقب چې ورته ورکول کېږي، د دې امله و چې هغه د ۲۰۰۰ کال له دوهمې انتفاضې مخکې د غزې او لویدیځې کرښې تر منځ په بېلابېلو ځایونو کې سفر کاوه، او د فلسطیني کورنیو لخوا زیاتره هر وخت مېلمه کېدو، چې هغه به له اسراییلي تعقیبونو څخه خوندي کيده ضيف هم میلمه ته ويل کيږی. #محمد_الضیف
❤️ 😢 👍 10

Comments