↣ فـکري ویښتابه ↢
↣ فـکري ویښتابه ↢
February 7, 2025 at 03:16 AM
*شهید عزالدین قسام .* *ژوند مبارزه او کارنامې .* 1/2 د فلسطین د پیاوړې ډلې حماس د مقاومت څانګې (کتائب الشهید عزالدین القسام ) زړورو مجاهدینو نن د صهیون دلښکرو خوب حرام کړی ده، اسرائیلو په روانه جګړه کې د همدې زمریانو له لاسه ګڼ شمیر ځاني او مالي تلفات ولیدل او نړۍ یې شاهده ده، په دې نسبة لنډ مهاله جګړه کې اسرائیلو هغوی ته څو ځله د اوربند اعلان وکړ خو هغوی رد کړ، د دې ډلې نوم د نړۍ په مطبوعاتو کې بیخي زیات اخیستل کیږي د القسام د مجاهدینو نوم لکه څرنګه چې اسرائیلو او ټولې کفري نړۍ ته د هیبت او رعب تندر ده او په غوږونو یې ډیر بد لګیږي خو د نړۍ په مسلمانانو او کړیدلیو فلسطینیانو خوږ لګیږي او ورځ تربلې یې مینه ورسره زیاتیږي په لمنځونو او دشپې د تیارو په عبادت کې د القسام میړنیو ته دعاوې کوي، په داسي حالت کې د هر چا په ذهن کې دا پوښتنه رامنځته کیږي چې اخیر دا عزالدین القسام څوک دی ؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو له پاره مي هڅه وکړه چې الشیخ الشهید عزالدین القسام در وپیژنم دا هم په مختصره توګه د هغه ژوند او جهادي هڅې. پیدایښت او زده کړه شیخ شهید عزالدين القسام رحمه الله د سوریې اللاذقیه په ساحلي ښار (جبله) کې په کال 1882م زيږيدلی دی، د شیخ عزالدین القسام پلار عبد القادر مصطفى القسام نومیدی، او په تصوف او دیني علومو بوخت و نو ځکه شیخ عزالدین هم د علم او تقوي په چاپیریال کې وروزل شو، له خپل پلار او د کلي په مدرسه کې یې دیني زده کړې وکړې او څه وخت یې په محکمه کې کار هم وکړ. وروسته د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ هلته یې لس کاله تیر کړل او د زده کړو له پوره کولو وروسته بیرته خپل هیواد سوريې ته را ستون شو. په 1906م کې د خپل کلي په مدرسه کې مدرس وټاکل شو او د ادبي علومو، تجوید او تحفیظ القران مضامینو تدریس یې کاوه، او د المنصوري په نوم جومات کې یې د جمعې د خطابت دنده هم په غاړه واخیستله، په کمه موده کې په ښه علم او په علم عمل سره په خلکو کې زیات محبوبیت پیدا کړ، دی خورا ډیر دینداره او د لوړو اخلاقو خاوند و، په شاوخوا سیمو کې یې زیات شهرت پیدا کړ پریمانه پیروان او مریدان یې وموندل او په خلکو کې یې ورځ تربلې مینه زیاتیدله. د شیخ عزالدین القسام جهاد په کال 1919م کې په سوریه کې د فرانسوي اشغالګرو په مقابل کې پاڅون پیل شو څرنګه چې فرانسویانو دا سیمه په څو منطقو ویشلې وه نو د دوی په مقابل کې پاڅون هم څو ځایه او د مختلفو خلکو له لوري رامنځته شو لکه د إبراهيم هنانو په مشري کې پاڅون د الشيخ صالح العلي پاڅون د صبحي بركات پاڅون د عمر البيطار او شیخ عز الدين القسام پاڅون. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ” 1914 _ 1918 ” شیخ عزالدین القسام خلک د اشغالګرو پر خلاف پاڅون ته راپارول په دې اړه به یې خلکو په عامو ناستو کې ویناوې کولي او هم یې په ځانګړې توګه دعوت چلاوه، کله چې د اشغالکرو پر خلاف د جهاد اعلان وشو دی سره له خپلو ملګرو او پیروانو د جهاد په لومړي صف کې ودریدی او د صهیون په غرو کې د شیرالقاق په کلي کې د عمر البیطار له پاڅون سره یوځای شو. دی که هم په دې پاڅون کې د یوه عادي مجاهد په صفت برخه وال و خو د جهاد له پاره د ده په لاس تیارشوي مجاهدین او د ده شاګردان او مریدان دومره وو چې د دې پاڅون اصلي سرخیل دی بلل کیدی. بناء دی لومړی مجاهد مشر و چې د فرانسویانو په مقابل کې راپورته شو مجاهدین یې تیار کړل او د هغو پر خلاف یې وسله وال جهاد پیل کړ. او شاوخوا یو کال یې د فرانسوي اشغالګرو پر خلاف جهاد جاري وساته: ” 1919 _ 1920 ” . شیخ قسام ته د فرانسویانو وړاندیز فرانسوي اشغالګرو کوښښونه پیل کړل چې د پاڅون کوونکو مشران راضي کړي څو له مقاومته لاس واخلي په دې لړ کې یې صبحي برکات په خپل جال مې راوست او هغه له مقاومت نه لاس په سر شو داراز فرانسویانو هڅې پیل کړې چې شیخ عزالدین القسام هم قانع کړي څو له مقاومته لاس واخلي او په کور کېني، ده ته یې د ده د خاله زوی ورولیږه چې هغه په دې خبره پوه کړي او داراز فرانسویانو هغه ته د قضا د دندې وړاندیز هم وکړ او دا چې له هغه سره به ډیره مرسته وکړي خو که هغه په کور کیني او له جهاده لاس واخلي، خو شیخ عزالدین القسام د فرانسویانو قضا او د مرستو ژمنه رد کړه او د هغو استازي ته یې وویل چې دی به خامخا خپل جهاد او مقاومت جاري لري. په شیخ القسام د اعدام حکم څرنګه چې شیخ عزالدین القسام له اشغالګرو سره روغه جوړه رد کړه او د هغوی توطئي او د مرستو او قضا وړاندیزونه یې ټول رد کړل او هغوی ته یې خپل هوډ ښکاره کړ چې هیڅکله به له جهاده لاس وانخلي نو په اللاذقیه کې د اشغالګرو فرانسویانو یوې محکمې د شیخ عزالدین القسام او د ده د ملګرو په غیاب کې په هغوی باندي د اعدام حکم صادر کړ، دا مهال د اشغالګرو زور زیات و ځیني مقاومت کوونکي یې هم له ځان سره ملګري کړي وو نو په شیخ عزالدین القسام یې د اعدام له حکم وروسته د هغه د نیولو هڅې پیل کړي بناء هغه ته په سوریه کې ژوند سخت شو او له ملګرو سره یې فلسطین ته مخه کړه . نوربیا ... > *رآټولونــــــــــه او ترتیب* > *حافظ محمد بـــــــــــدر* > *♡ㅤ ❍ㅤ ⎙ㅤ ⌲* > *ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ*
❤️ 👍 8

Comments