
↣ فـکري ویښتابه ↢
February 8, 2025 at 06:28 AM
د تاریخ شل ناولې څېرې
۱- قابيل
قابيل د دنيا په تاريخ کې اول هغه څوک و، چي د قتل اساس او بنياد يې کيښود.
۲- شاول الطرسوسي(بولس)
دا بدبخته اولنی شخص و، چي مسيحيت او نصرانيت يې د وحدانيت څخه و تثليث ته را واړوه او د الله جل جلاله ذات يې د أقانيم ثلاثة و څخه مرکب و بللو، چې يو الله بل عيسى بل جبرائيل دى. تعالى الله عمايقول الظالمون علوا کبيرا.
۳- عمرو ابن لحي الخزاعي
دا د مکې مکرمې مشر او عزتمند شخص و، هره خبره يې عملي کيدله، چا يې مخالفت نشو کولاى، دا ملعون اولنى شخص و، چي د ابراهيم على نبينا وعليه الصلاة والسلام شريعت او مذهب يې د ” حنفيت ” څخه و ” وثنيت ” شرک بت پرستۍ ته تحريف کړ.
۴- فرعون
ټول پر دې متفق دي چې فرعون په طغيان او سرکښۍ کې نظير نه درلود. دا بدبخته هغه څوک و چې د خدايي دعوه يې وکړه.
۵- نسطورس(بطريق القسطنطينية)
دا د مسيحيت او نصرانيت د عظيمې کنيسا ” کاثوليک” او د “کاثوليکية ” د فرقې مٶسس بلل کيږي، چي نصرانيت يې له اصل څخه تحريف کړ.
۶- ديسقورس
دا بيا د مسيحيت د بلې فرقي ” الأرثوذوکس ” مٶسس بلل کيږي.
۷- نمرود ابن کنعان
دا د بابل بادشاه و او يو د هغه څلورو څخه و، چي پر ټوله مځکه يې حکومت وکړ او د خدايي دعوه يې وکړه. دا هغه نمرود دى چي د ابراهيم عليه السلام د سوزوٙلو أمر يې وکړ،قیصه يې په قرآن کريم کي ذکر شوې ده.
۸- هولاکو
هولاکو هغه څوک و، چي خلافت عباسي يې را ړنګ کړ او په بغداد کي يې قتل عام وکړ. دومره دينې کتابونه او رسالې يې و اوبو ته و غورځولې چې حتى د اوبو رنګ يې بدل کړ، و بالأخره داسې جرم نه و چې هولاکو يې مرتکب شوى نوي.
۹- عبدالله ابن سباء (ابن السوداء)
دا د يمن يهودي وو، دا ملعون هغه څوک و، چي هغه فتنه يې د مسلمانانو په مينځ کي خپره کړه چي 80000 زره صحابه يې کرام او تابعين يې په نتيجه کي په جنګ ” جمل او صفين ” کي په شهادت ورسيدل. او اول هغه څوک وو چي د روافضو د ” اثناعشريه ” ډلې تهداب يې کيښود.
۱۰- کارل ماکس
دا د شيوعية او د هغې د مبادئو مٶسس بلل کيږي. شيوعيت يو لادينې فکر دى چي په ټولو أشکالو سره د اسلام سره ټکر لري.
۱۱- لينين
دا هغه څوک وو چي د مارکسيزم فلسفه يې له کتابچې څخه و عمل او واقع ته را وايستل، چي د اسلام أساس له مينځه وړي.
۱۲- قدار ابن سالف
دا هغه بد بخته دى چي د الله جل جلاله په کلام کښي ورته ” أشقى ” ويل شوي دي، او د صالح عليه السلام معجزه ” أوښه ” يې عقر کړه يعني پښې يې ورڅخه پرې کړي او بيا يې ووژله، چي بيا ألله جل جلاله ده ته او دده و قوم ته هغه عذاب ورکړ، چي نه له دوى نه مخکې چاته ورکړل شوی و او نه له دوى وروسته تر ننه پوري. په قران کريم کي يې يادوٙنه شوې ده.
۱۳- تشارلز داروين
دا په اصل کي يهودي و، بيا يې وروسته په ګمراهۍ کښي نوره ترقي هم وکړه أو د ألله ج له وجوده منکر سو. دا د مچانو ( ملحدانو) معنوي پلار بلل کيږي، د الحاد مفکوره د همدغه بدبخته ابتکار وو.
۱۴- دفرانشکو هرنانديز
دا هغه هندي طبيب وو چي د ” تمباک ” له بوټي يې د نشې کار واخيست، او ټولې نړۍ ته يې دا دود را نقل کړ، چي تر ننه پوري أکثره خلک د ” سګريټو او نسوارو ” په عمل روږدي دي.
۱۵- جفري اهرست
دا هغه څوک وو چي د هند خلک ورته معتقد وه او ډير احترام يې ورته درلود. او ډير زر او مال و دولت به يې ورکاوه، مګر دې خائن د هغو د حسن اعتقاد په مقابل کي د ” بطاط ” په نامه خوراکې توکي ورکړل، چي زهر يې ورسره خلط کړي وه، بيا دى و تښيده مګر ۱۵ميلیونه انسانان يې د کوې ” جدرى” په ناروغۍ اخته کړه.
۱۶- بوذا
دا د بودايت د مفکورې بنسټګر بلل کيږي.
۱۷-السامري
دا اول هغه شخص و، چې يهوديت يې د خپل هوا و نفس مطابق تحريف کړ.
۱۸-زرادشت
دا د مجوسيه و مٶسس بلل کيږي.
۱۹- ادولف هتلر
دا هغه خونخوار او وحشې قاتل دى، چې د دویم نړۍ وال جنګ سبب بلل کيږي، چي په نتيجه کي يې تر ۵۰ میليونه زيات انسانان ووژل شوه.
۲۰- مصطفى کمال أتارک
دې ملعون خلافت عثماني نسکور کړ، چي تر ننه پوري بيا مسلمانانو ښه ورځ نه ده ليدلې او نه هم تر يوه بيرغ لاندې متحد شوي دي.
❤️
👍
3