
د چارو ادارې لوی ریاست
June 6, 2025 at 05:46 AM
دارالامان، بالاباغ او پغمان ماڼۍ د لا ډېرو اسانتیاوو سره د خپلو ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دي
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د مالي او اداري مرستیال مولوي محمود شاه زاهد په مشرۍ د کورنیو او بهرنیو لیدونکو د لا ډېرې اسانتیا لپاره له دارالامان، بالاباغ او پغمان ماڼیو څخه د لیدو په موخه ناسته ترسره شوه.
غونډه کې اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارل شوه چې د کورنیو او بهرنیو لیدونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست اداري او مالي مرستیال مولوي محمود شاه زاهد په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د دویم شفټ فعالېدو، د باغونو امنیت، خدمتونو، اسانتیاوو، او د باغونو د ښکلو سیمو د روښانه کولو په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې.
ټولو ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې کورني او بهرني لیدونکي کولای شي، هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې د پغمان، بالاباغ او دارالامان له ماڼیو لیدنه وکړي.
په داسې حال کې چې پخوا لیدونکو ته دا اسانتیاوې نه وې برابرې، د چارو ادارې لوی ریاست د رهبري د هڅو په پایله کې، اوس مهال د کورنیو او بهرنیو لیدونکو لپاره ځانګړي تفریحي ځایونه برابر شوي دي.
