
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
May 10, 2025 at 08:52 AM
د زیتون تېلو د تولید کچه لوړه شوې.
ننګرهار کې د زیتون تېلو په تولید کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د زیتون د پروسس او بسته بندي فابریکه چې له څلورو لسیزو راهیسې فعاله ده اوس مهال د ۴۱ کارکونکو په درلودو سره په دې برخه کې په معیاري ډول خدمات ترسره کوي. په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې ټول یو سل پنځه دیرش زره ۱۳۵.۰۰۰ لیتره زیتون تېل تولید شوي چې د پروسیس او بسته بندي چارې یې تازه پیل او په چټکۍ روانې دي. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګري او بازار موندنې رئیس انجینر ندي الله نیازي په وینا هره ورځ د زیتون له تېلو څخه ۴۰۰۰ بوتلونه ډکیږي. په وینا یې د بوتلونو ډکولو او بسته بندي پروسه به درۍ میاشتې ونیسي او ټولټال پنځه سوه زره ۵۰۰.۰۰۰ بوتله باکیفیته زیتون تېل به بازار ته وړاندې شي. د یاد شرکت د مسؤلینو په وینا د زیتون تېلو د تولید د کچې په لوړېدو سره په دې برخه کې افغانستان ځان بساینې ته نزدې شوی او یو شمېر بهرني هیوادونو ته هم د بازار موندنې په موخه نمونې لېږل شوې دي. د یادې پروسې بشپړېدل به د کورنیو تولیداتو د ارزښت د زیاتېدو، د کاري فرصتونه د رامنځته کېدو او اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
د یادولو وړ ده چې د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت (ننګرهار کانال پروژه) د هېواد ستره تاریخي، کرنیزه او اقتصادي پروژه ده چې له ۱۳۴۲ لمریز کال راهیسې د کرنې، مالدارۍ او لبنیاتو په ډګر کې د پام وړ فعالیت کوي.
