د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
May 15, 2025 at 06:37 PM
د تورخم ښارګوټي په عمري پنډغالي کې اداري کمپلېکس پرانیستل شو. پنجشنبه، ۱۷ ذو القعده، ۱۴۴۶ هــــ ق د تورخم ښارګوټي د کډوالو په عمري پنډغالي کې د ملي پراختیا امارتي شرکت لخوا جوړ شوی اداري کمپلیکس پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش، د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی، د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت او یو شمېر نورو ځایي مسؤلینو ګډون درلود. د یادونې وړ ده چې یاد اداري کمپلیکس په شاوخوا پنځلس ورځو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ۳۲۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی چې ۶۰ اداري خونې، یو عصري کنفرانس خونه، تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري.

Comments