د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
May 22, 2025 at 05:33 PM
لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د دستګاه جوړولو چارې پیل شوې. پنجشنبه، ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۶ هـــــ ق لغمان ولایت کې د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا د تولید د دستګاه جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې. د پرانیستې په مراسمو کې چې نن پنجشنبه غرمه مهال ترسره شوو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال، د لغمان والي ښاغلي شیخ شېر احمد حقاني، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالباري عمر، ولایتي چارواکو، صنعتکارانو او قومي مخورو ګډون کړی ؤ. د شپږو میاشتو په موده کې د یوه خصوصي شرکت لخوا بشپړېدونکې د لمریزې برېښنا دا دستګاه به لس زره کورونو ته د برېښنا رسونې ظرفیت ولري. پرانیستغونډې ته په خپله وینا کې ملا عبدالغني برادر وویل چې برېښنا په هیواد کې د غوره استوګنیز او سوداګریز چاپېریال رامنځته کولو لپاره اساسي عنصر دی. ښاغلي برادر زیاته کړه چې اسلامي امارت په ټولو سیکتورونو کې د پانګونې ملاتړ کوي او د پانګونې لپاره ټولو لازمو اسانتیاو برابرولو ته ژمن دی. د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال اقتصادي خپلواکي د اوږدې مبارزې له اساسي موخو یوه موخه وبلله. نوموړي وویل چې د برېښنا انرژۍ وروستۍ لویې پروژې د اقتصادي پر ځان بساینې لپاره مهمې دي او راتلونکي کې به په دې برخه تمرکز نور هم زیات شي. ډاکټر عبدالباري عمر هیوادوالو ته د برېښنا رسول د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلیت او لومړیتوب یاد کړ. ښاغلي عمر وویل چې د روان کال تر پایه به د هیواد په کچه ۸۰ ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي. شیخ شېر احمد حقاني د یادې پروژې د چارو په پیل خوښي څرګنده کړه او د لغمان د خلکو د هوساینې لپاره یې داسې پروژې مهمې وبللې. د یادونې وړ ده چې په روان کال کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۱ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د کورني تولید پروژې پلان شوې دي.
Image from د امارتي شرکتونو لوی ریاست: لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د دستګاه جوړولو چارې پیل ...
❤️ 1

Comments