د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
June 5, 2025 at 06:57 AM
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره وکتل. ‎پنجشنبه، ۸ ذوالقعده، ۱۴۴۶ هــــ ق. ‎د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ له مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت سره وکتل. په لیدنه کې په هیواد د ننه د ډبرو سکرو په اوسني وضعیت، ننګونو او شته فرصتونو تفصیلي خبرې وشوې. د ناستې په ترڅ کې دواړو لورو ډبرې سکاره ارزښتناکه طبیعي زېرمه یاده کړه او د هیواد په اقتصاد او صنعت کې یې د دې سیکتور ونډه مهمه وبلله. همدا راز د ډبرو سکرو د کیندنې، لېږد او پلور د پروسې د عصري کولو لپاره د دواړو ادارو د تخنیکي همکاري اړوند مهم اندونه تبادله شول. د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د کاري بهیر اړوند تخنیکي هیئت هم خپل راپور ناستې ته وړاندې کړ او سپارښتنې یې شریکې کړې.
Image from د امارتي شرکتونو لوی ریاست: د امارتي شرکتونو لوی رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره وکت...
❤️ 1

Comments