
الذي علم بالقلم
June 3, 2025 at 10:42 AM
*رسول الله ﷺ دومره سخي وو، چې هر څه به یې درلودل، که به چا ترې وغوښتل، ده ﷺ به نه، نه ورته ویل، په بخاري کې روایت دی: یو وخت یوې مېرمنې رسول الله ﷺ ته یو څادر ډالۍ کړ، په داسې حال کې، چې هغه ﷺ سخته اړتیا ورته درلوده، کله چې یې پر ځان واچاوه، یوه صحابي ورته وویل: یا رسول الله! دا څومره ښکلی څادر دی، ما ته یې راکړه، په هماغه شېبه یې څادر هغه ته ورکړ، وروسته نورو صحابه وو دغه صحابي ملامت کړ، ویل: ته پوهېدې، چې رسول الله ﷺ دغه څادر ته اړتیا درلوده او په دې هم پوهېدې، چې هغه ﷺ منعه نه کوي، نو ولې دې ترې وغوښت!! هغه ورته وویل: ما د تبرک لپاره ترې وغوښت، زه غواړم په همدې څادر کې ښخ شم، په روایت کې راځي، چې بیا وروسته همدغه صحابي په هماغه څادر کې ښخ شو.*