الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
June 5, 2025 at 09:20 AM
⭕ *د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجه شه!* ⭕۱- کوښښ وکړه روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي. ⭕۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې! د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘. ⭕۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې ده. ⭕۴- غوره ذکر پکې دادی : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر). ⭕۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه. ⭕۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه. ⭕۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه. ⭕۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتما وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي. ⭕۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي. . . .
❤️ 🌷 2

Comments