Khost Amazon Online Bazar
Khost Amazon Online Bazar
May 13, 2025 at 06:32 PM
بسم الله الرحمن الرحیم په دې وروستیو کې مو پام شوی چې ځینې انلاین بازارونه زموږ لیکنې کاپي کوي او بیا خلکو ته غلط او دروغجن معلومات ورکوي. دوی وايي چې دا ډرون کیمره یو ساعت یا ۶۰ دقیقې چارج ساتي، خو په حقیقت کې دغه ډرون شل دقیقې چارج هم نه ساتي. دا ډول دوکانداران په مختلفو نومونو فېسبوک پاڼې جوړوي، دروغجن مشخصات لیکي، خلک غولوي، او کله چې څوک ورسره ستونزه پیدا کړي، هماغه کس بلاک کوي. زموږ مشوره دا ده چې که چیرې تاسو غواړئ له کوم انلاین بازار څخه ډرون کیمره واخلئ، نو هیڅکله مخکې له دې چې کیمره مو په خپلو سترګو ونه وینئ، چارج یې و نه ازمویئ او پرواز یې و نه ګورئ، پیسې مه ورکوئ. دا ډېر مهم دي چې ډرون په دقت سره معاینه کړئ، وګورئ چې آیا هغه ځانګړتیاوې چې په اعلان کې لیکل شوي، واقعاً پکې شته که نه. که چارج یې دوامداره و، پرواز یې سم و، او مشخصات یې سم وو، نو بیا پرې باور وکړئ او پیسې ورکړئ. دا وخت ډېر خلک د داسې انلاین پاڼو له خوا دوکه کېږي، نو مهرباني وکړئ هوښیار اوسئ او خپل ځان د دروغو سوداګرو له فریب نه وساتئ. Khost Amazon Online Bazar
❤️ 1

Comments