کندز در مسیر فرهنگ
کندز در مسیر فرهنگ
May 29, 2025 at 05:51 PM
غزه او وروستۍ زړه بوږنوونکي پېښې! را ټوولونکی او ژباړن: محمد فاروق قریشي ___ غزه  د فلسطین له ښارونو  څخه یو ښار دی، چې د فلسطین د ساحلي هوارې په جنوبي برخه کې، د مدیترانې سمندر پر غاړه، د سینا ټاپووزمې په شمال ختیځه څنډه کې پورت دی. غزه له ختیځ او شمال څخه د اسرائيلي اشغالګرو اشغالي سیمو سره او له جنوب لوېدیځ څخه د مصر سره پوله لري. د غزې مساحت درې سوه شپېته ۳۶۰ کیلومتره مربع (۱۳۹ مربع میله) دی، چې د ټولې فلسطین خاورې ۱.۳۳ سلنه جوړوي. د غزې اوږدوالی یې ۴۱ کیلومتره دی، او پلنوالی یې د پنځو ۵ نه واخله تر پنځلس ۱۵ کیلومترو ترمنځ دی. د غزې اوسېدونکي: د  ۲۰۱۶ ز  کال د احصایو له مخې، د غزې د تړانګې د وګړو شمېر له ۲ میلیونو څخه ډېر ښودل شوی، چې نفوسي ازدحام پکې خواره زیات دی، نو هر مربع کلیومتر کې څلور زره يوسلو اتلس ۴۱۱۸ تنه اوسېدونکي ثبت شوی دي. د دې سیمې خلک عربي ژبه وايي، کومه چې په فلسطین کې رسمي ژبه ګڼل کېږي. د دین له اړخه، د غزې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي، او ډېر کم شمېر یې مسیحیان دي. تاریخي شالید: د کنعانیانو لخوا د غزې ښار بنسټ د میلاد څخه مخکې په پنځلسمه پېړۍ کې کېښودل شوی. بیا فرعونیانو، یونانیانو، رومانیانو، بیزانطیانو، عثمانیانو او ګڼ شمېر نورو ځواکونو پرې خپل واک چلولی. مسلمانان په كال  ۶۳۵ میلادي کې غزې ته داخل شول، او دا سیمه یې د اسلامي نړۍ یوه ټوټه وګرځېده. د  ۱۹۴۸ م نه تر ۱۹۵۶ م کال پورې، غزه د مصر پوځي ادارې تسلط لاندې راغله، البته د پنځو میاشتو په موده کې د اسرائيلي پوځ لخوا اشغال هم شوه، د اشغال وروسته یو ځل بیا د مصر تر واک لاندې راغله. په  ۱۹۶۷ م کال کې، د شپږ ورځني جنګ پر مهال، اسرائیلي پوځ یو ځل بیا غزه اشغال کړه، بیا په ۱۹۹۳ ز کال کې د "اوسلو تړون" له لاسلیک وروسته، د غزې ځینې برخې د فلسطین د ملي ادارې تر واک لاندې راغلې. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د سپتمبر په میاشت کې، اسرائيلي پوځ شاتګ وکړ، او له غزې یې خپل ټول میشت ځواکونه او نظامي اډې وویستلې. د طوفان الاقصی عملیات: "د طوفان الاقصی د فلسطیني مقاومت لخوا یوه ستر پوځي کامیاب عملیات وه چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۷ مه نېټه، د شنبې په سهار د غزې له تړانګې څخه د اسرائيلو پر ضد پیل شول. دا عملیات چې د مځکني، بحري او هوايي بریدونو ترڅنګ د مقاومت د سرتېرو لخوا د غزې شاوخوا مستوطنو ته نفوذ هم پکې شامل و، د خپل تکتیک مخې بې‌ساري وه. د عملیاتو اعلان د عزالدین قسام لواوو د عمومي قوماندان، محمد الضیف، لخوا وشو، دغه عملیات په تېرو لسیزو کې پر اسرائيلو تر ټولو لوی برید وګڼل شو، او د فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) د نظامي څانګې له لوري ترسره شول. د عملیاتو پایلې او اغېزې: د « طوفان الاقصی » عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې، سلګونه اسرائيلي عسکر او استوګن (مستوطنین) ووژل، او له سلو څخه زیات اسیران شول یا هو بې درکه شول، چې په هغوی کې ځینې پوځیان هم شامل وو. د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د جګړې د لومړیو دوو میاشتو په موده کې د اسرائيلو د وژل شویو کسانو شمېر یو زرو پنځه سوه اته دېرش ( ۱۵۳۸ ) تنو ته ورسېد، او له پنځه زرو (٥٠٠٠) زیات کسان ټپیان پکې شول. د قسام لواوو ویاند ابو عبیده وویل چې د دوی لخوا له دوه سوو ۲۰۰ څخه تر دوه نيم سوو ۲۵۰ پورې اسرائيلي عسکر او وګړي نیول دي، او دا یې هم څرګنده کړه چې د اسرائيلي بمبارۍ له امله لسګونه اسیران وژل شوي دي. د  ۲۰۲۴ م کال د جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه نېټه، د "تایمز آف اسرائيل" ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسرائيلي پوځ د وژل شویو عسکرو شمېر دوه سوه در ويشت ( ۲۲۳ ) ته پورته شو. قسام لواوو د اسرائيلي پوځ د مخابراتي بټالین د قوماندان د وژل کېدو خبر اعلان کړ. له بلې خوا، د "جېرُوزلم پوسټ" ورځپاڼې راپور ورکړ چې شاوخوا اووه نیم سوه ( ۷۵۰ ) اسرائيلي وګړي تر اوسه بې درکه دي. د اسرائيلو د پولیسو عمومي کمیشنر هم تایید کړه چې د پولیسو یو شمېر غړي لادرکه شوي او اړیکې ورسره پرې شوې دي. د اسرائيلو له وحشیانه تېرې له پیل نه تر اوسه بې ساري جناياتو احصایه: له هغه وخته چې د اسرائيلي پوځ او حماس تر منځ جګړه په غزه کې پیل شوې – چې اوس پرې ١٥ میاشتې تېرېږي – د محاصره شوي غزې پر تړانګه د اسرائيلو بریدونه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په معاصر تاریخ کې "بې‌ساری ویجاړی" رامنځته کړی دی. ودانۍ: د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ څارنې مرکز (یونوسات) د زیانونو د وروستي ارزونې پر بنسټ، تر ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې، نږدې ۶۹٪ د غزې ودانۍ یا ویجاړې شوې دي یا سخت زیانمنې شوې دي، چې دا شمېر یو سلو اویا ۱۷۰ زره او اته سوه دو لس سوه ٨١٢ ودانیو ته رسېږي. د شهيدانو او ټپیانو ارقام په لاندې ډول دي: - څلور پنځوس زره او شپږ پنځوس ٥٤٠٥٦ شهيدان دي، چې اتلس زره پکې ماشومان، دو لس زره او څلور سوه ١٢٤٠٠ ښځې، درې زره اته سوه درې پنځوس سپين ږيري ٣٨٥٣ دي. او د روغتیایي ټیمونو څورلس سوه یوولس ١٤١١ کارکوونکي او ٢١٩ ژورنالستان په شهادت رسېدلي. تر اوسه يوولس زره او دوسوه ١١٢٠٠ کسان نا درکه دي، چې څلور زره اووه سوه یوازې ښځې او ماشومان دي. روغتونونه: د روانې جګړې پر مهال، د اشغالګر اسرائيلي پوځ لخوا د غزې د تړانګې روغتونونه قصدا په نښه شوي او له دې بریدونو سره هممهاله، د اسرائيلي پوځ دا دعوه هم کړې چې ګواکې د حماس جنګیالي له دغو ملکی روغتیایي مرکزونو څخه د پټن‌ځایونو په توګه استفاده کوي، خو اسرائيلو تر اوسه مستنده شواهد ددې په اړه ندي وړاندې کړي، او ګڼ شمېر مستقلو خبري څېړنو دا ادعاوې دروغ ثابتې کړې دي. د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) د راپور له مخې، د کمال عدوان روغتون – چې د غزې په شمال کې له وروستیو فعالو طبي مرکزونو څخه و – د ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د اسرائيلي پوځي عملیاتو هدف وګرځېد، چې له امله یې دا روغتون "مکمل خالي" او "له فعاليت ولوېده. دغه سازمان زیاتوي چې، دا مهال یوازې ۱۸ روغتونونه له ۳۶ روغتونو څخه ۵۰٪ محدود فعالیت لري، او ټولټال یې یوازې اتلس سوه ۱۸۰۰ بسترونه فعاله دي او د ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د غزې روغتیايي نظام "د بشپړ سقوط په درشل کې دی". جوماتونه: د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ څارنې مرکز او د "اوپن سټریټ مېپ" (OpenStreetMap)  معلوماتي سرچینو د معلوماتو له مخې، څرګندېږي چې د غزې په تړانګه کې نږدې ۸۳٪ جوماتونه یا خو بشپړ ویجاړ شوي او یا هم یې زیات زیانمن شوي. ښوونځي: د غزې د تړانګې ښوونځي چې له جګړې سره هممهاله د بې‌ځایه شویو خلکو د لنډمهالي استوګن ځایونو په توګه کارول کېږي. هغه ښوونځي چې د ملګرو ملتونو آبي بیرغ پرې رپېږي – د جګړې په ترڅ کې یې خورا درنه بیه ورکړې ده. اسرائيلي پوځ د حماس پټن ځایونو د تور په لګول سره ظالمانه او وحشي هوايي بریدونه پرې کړې چې په ترڅ کې معصوم ماشومان او ښځې شهيدان شوي. د ۲۰۲۳ ز کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې، د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان (یونیسف) راپور ورکړی چې شاوخوا ۴۹۶ ښوونځي له زیانمن شوي (یعنې نږدې ۸۸ سلنه) او د ۵۶۴ ثبت شویو تعلیمي تاسیساتو څخه ۳۹۶ ښوونځي د مستقیمو وحشیانه بمباردونو ښکار شوي دي. کرنیزې ځمکې: د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ څارنې مرکز (یونوسات) لخوا د ۲۰۲۴ ز کال د سپټمبر په ۲۶مه نېټه اخیستل شوې انځورونه ښيي چې د غزې په تړانګه کې نږدې ۶۸ سلنه کرنیزې ځمکې، چې نږدې ۱۰۳ کیلومتره مربع مساحت جوړوي، د جګړې له امله زیانمنې شوې دي. په شمالي غزه کې د زیانمنو شویو کرنیزو ځمکو کچه ۷۹٪ ته رسېږي، او په رفح کې دا کچه ۵۷٪ ده. خو که د کرنې له اړوندو شتمنیو (لکه د اوبو لګولو سیستمونه، د مالدارۍ فارمونه، بڼونه، کرنیز وسایل او د ذخیره ځایونه) د ورانۍ اندازه وکتل شي، نو دا سلنه لا هم ډېره لوړېږي، چې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس (UNCTAD) د راپور له مخې، دا کچه د ۲۰۲۴م کال تر پیل پورې ترمنځ ۸۰ سلنه واخله تر ۹۶ سلنې پورې رسېږي. د سړکونو: د غزې په تړانګه کې سړکونه  هم د جګړې له امله له سخت ویجاړ شوي، چې د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ څارنې مرکز (یونوسات) لخوا د ۲۰۲۳ ز کال د اګست په ۱۸ مه نېټه د ترسره شوي لومړني تحلیل له مخې، د غزې نږدې ۶۸ سلنه سړکونه ویجاړ شوي، چې اوږدوالی یې ۱۱۹۰ کیلومتره ته رسېږي. د ملګرو ملتونو د وروستیو اټکلونو پر بنسټ، د دې جګړې له امله د رامنځته شوي ویجاړۍ د بیا رغولو لپاره شاوخوا ۴۰ میلیارده امریکايي ډالرو لګښت ته اړتیا ده. همداراز، د جګړې له امله په غزه کې د کنډوالو اندازه شاوخوا ۳۷ میلیونه ټنه اټکل شوې، او تر ۷۰ سلنه ډېرې استوګنیزې ودانۍ یا خو ویجاړې شوې دي او یا هم سخت زیانمنې شوې دي. ملګرو ملتونو دا هم تایید کړې چې رامنځته شوی ویجاړۍ ډېر پراخ، ویروونکی او بې‌ساری دی، او همداراز یې ټینګار کړی چې ښوونیز او روغتیایي سیستمونه په بشپړه توګه یا هم تقریبا له منځه تللي دي. یادونه: پورته ذکر شوي معلومات د الجزیره، ملل متحد، د فلسطین روغتیا وزارت او نورو بېلابېلو مؤثقو سرچینو له ادرسونو څخه را اخیستل شوي او ژباړل شوي دي.

Comments