کندز در مسیر فرهنگ
کندز در مسیر فرهنگ
May 29, 2025 at 05:51 PM
وقار جغتووال: د اسرائیلي اشغالګرو له خوا پر مظلومو فلسطینیانو وحشیانه بریدونه، د ښځو، ماشومانو او بې‌ګناه انسانانو شهیدول، او د هستوګنې ځایونه بمبارول هغه حقایق دي چې نړۍ باید پرې سترګې پټې نه کړي. د غزې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ یوازې یوه احساساتي دریځ نه، بلکې یو اسلامي، انساني او وجداني مسؤلیت دی. د امت د یوه غړي په توګه، موږ باید خپل غږ پورته کړو، د دوی درد شریک کړو او د اشغالګرو ظلمونه افشا کړو. د کلمې، تصویر، لیکنې، او دعا له لارې، هر ډول ملاتړ مهم دی. راځئ چې خپل ضمیرونه ویښ وساتو، او د غزې له ملت سره د همغږۍ غږ لوړ کړو. دا زموږ دیني، انساني او تاریخي مسؤلیت دی. #نحن_مع_غزة

Comments