کندز در مسیر فرهنگ
کندز در مسیر فرهنگ
May 29, 2025 at 05:51 PM
ډیره سخته ده چې کوژدن دې د واده په شپه شهید شي. ضیاءالحق حسان څومره چې فکر وکړم، د غزې اړوند څه نه شم لیکلای، د قلم له لیکو او ګوتو له خوځولو حیا راځي، د غزې په خبرونو یوازې د درد ټکانونه خورم او د خپلې مايوسۍ له امله يې په اړه هیڅ تبصره نه شم کولای. هلته د صیونیستي رژیم له لوري هره ورځ ماشومان، ښځې، سپين ږيري او ځوانان په وینو کې لت پت د شهیدانو کاروان ته په خورا مظلومیت ورګډیږي. غزه کې ماشومان د اور لمبو کې وريت کیږي، اذان ترې نيمايي کې پاتې امام شهید او د مسجد له منارې هم د اور لوخړې او دودونه هسک شي. د غزې اوس د سبا نسیم مرورو دی، له ځان سره د سپرلي د عطرورینې خوشبويۍ په ځای د بارودو بوی او د بمبارد لوګي راوړي. د سهار نسیم په ګلابونو د شبنم په ځای د شهیدې ماشومې د وینو سورخي خوره کړي. هلته د ناوکۍ د واده مراسمو ته د وران شوي کور تر څنګ ولاړه خیمه کې تابیا نیول کیږي، دلته يې هم ارمان نه تر سره کیږي بلکه د واده په شپه یې خاوند ترې د اور لوګي وريت کړي. د ( BBC) راپور چې د ملک ابو العمرین مرمینې د خاوند احمد د شهادت په اړه یې د یوې فلسطینې خبرپاڼې (وفا) په حواله نشر کړی: که څوک رانه د احمد پوښتنه وکړي نو ورته وبه وایم چې هغه ژوندی دی. چې ته د ناوې په توګه واده ته ځان جوړوي، خو له هغې یوه ورځ مخکې دې کوژدن شهید شي، نو خود دا ټکان د زغملو نه وي. ملک خپل کوژدن احمد د واده په شپه له لاسه ورکړ. فلسیطنی خبرې اژانس وفا وایي:احمد په دیرالبلح کې و، چې اسرائیلو یې په کور بمبارد وکړ. اسرائیلو په سيمه کې ځايي اوسیدونکو ته د سیمې پريښودو ویلي و، خو احمد او کورنۍ يې نه وه تللې. د اپریل په اتمه مو واده کیدونکی و، څه چې راپيښ دي، هیڅ باور پرې نه شم کولای. تسلیت هم نه شم زغملای او هیڅ ډاډګيرنې نه غواړم، ځکه کومه ټکه چې راپریوتې لا مې نه ده هضمه کړې. احمد زموږ لپاره د واده په تيارۍ لګیا و، غوښتل يې، چې یوه ښوونځۍ کې په ساده جوړ شوي پنډغاړي کې په یوه ساده کيږدۍ کې د واده مراسم جوړ کړي. یوه ساده کيږدۍ! ما هم د نورو ناویو غوندې واده ته تیاری کاوه، خوشحاله وم، که څه هم مو په ځان منلې وه چې زموږ سيمه کې خوشحالیو ته ځای نشته، په دې سر بیره مو حالاتو ته غاړه کیښوده او د واده لپاره چمتووالی روان و. په دیرالبلح کې مې د واده ورځې ته ګلدوزي شوي دودیز کالي جوړ کړي وو. هغه چې څه راکړي وو، ډیر ښکلي وو. د اختر برخه یې چې راته راوړې وه ډیره یې خوشحاله او حیرانه کړم. هغه مې له ذهن نه وزي او سترګو ته مې کیږي. نن يې د شهادت پنځمه ده، خو زه يې اوس هم هره ورځ موبایل ته پیغام ورلیږم. ورته لیکم: احمده، یه احمده! جواب را او حال راکړه، خو له ده هیڅ جواب نه راځي. دا د هغې معصومې خورکۍ د زړه څړیکې وې، چې خاوند يې د واده په شپه ترې جدا او د لقاء ارمان يې بلې دنیاګۍ ته یوړو. د غزې اوسیدونکی هره ورځ له دې هم زیات دردونه زغمي، دوی د ټولې کورنۍ د بیلتون دردونه هم ولیدل. موږ د غزې په درد دردمن یو، لله الحمد له هیواد مو د نرانو سربیره ملالې هم خپلې ګڼې، لښتۍ، چار ګل او پيزوان پلوري او بیا یې روپۍ د غزې مظلومو اولسونو ته لیږي. غزه د مسلمه امت د وجود هغه دردمنه ټوټه ده چې درد يې د ټول مسلمه امت شریک دی، کاش زموږ مسلمان سره یو ځای او د نړۍ د مظلومانو انتقام واخلي. پای

Comments