کندز در مسیر فرهنگ
کندز در مسیر فرهنگ
May 29, 2025 at 05:51 PM
درنو قلموالو! یوې موضوع ته په لنډو ټکو کې اشاره کوو، هغه دا چې ځینې ملګري فکر کوي، په رسنیو کې بحث، لاریون، د جمعې خطبه او نور موارد به د غزې کوم درد دوا کړي؟ نه له غزې حصار او بمبار ختمولی شي او نه یې لوږه او تنده. په داسې حال کې چې غزه زموږ مالي او ځاني مرستې ته اړتیا لري، موږ ولې په دې مواردو بسنه کوو؟ جواب دا دی چې غزه زموږ د وجود یوه نه بېلېدونکې برخه ده، په داسې حال کې چې موږ یې په دې محدودو امکاناتو مرسته نشو کولی، په پورته یادو شویو مواردو تنها خپل رسنیز رسالت ادا کوو. موږ او تاسې ټول یقین لرو چې که دې نظام امکانات درلودلی، د یوې لحظې لپاره به یې هم د غزې او نورې نړۍ د مظلومو مسلمانانو له مرستې درېغ نه وو کړی. بناء، د رسنیز رسالت د اداء کولو په موخه خپل قلمونه لا تاند کړئ، رسنیزه غوغا که بله هیڅ ګټه ونکړي، دا ګټه خو کوي چې د بشر د حقونو په نوم جوړو شویو ادارو اصلي څهره خلکو ته څرګنده شي.

Comments