کندز در مسیر فرهنگ
کندز در مسیر فرهنگ
May 31, 2025 at 11:18 AM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي. ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې اسلامي امارت پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي. نوموړي دا څرګندونې کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دغه راز ویلي، د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له‌خوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار و ارزوي او د هغوی ستاینه وکړي. یاده مشاعره کې د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني او د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. #ملي‌تلویزیون
Image from کندز در مسیر فرهنگ: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي...

Comments