
د زرنج ښاروالۍ/شاروالی زرنج
May 18, 2025 at 06:48 PM
*📍 د زرنج شاروال له خوا د برېښنا (۸۰) پایو پرانیسته*
زرنج – د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۸مه نېټه، د زرنج شاروال مولوي صلاحالدین ممتاز د استخباراتو ریاست مخ ته د ښار د منځ جدول په اوږدو کې د برېښنا ۸۰ نوو پایو پروژه پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د دې پروژې ټول مالي لګښت یو نیم میلیون افغانی ټاکل شوی، چې د زرنج شاروالۍ د داخلي بودیجې څخه تمویل شوی دی. دا پروژه د ښار د روښانتیا د پیاوړتیا په موخه تطبیق شوې، څو د شپې مهال ښار ته ښکلا او د ترافیکو د خوندیتوب زمینه برابره کړي.
مولوي ممتاز د پرانیستې پر مهال وویل چې زرنج شاروالۍ ژمنه ده چې د ښار د روښانتیا، پاکوالي او انکشافي پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پسې چټکې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو هراړخیزه همکاري د ښاري خدمتونو د ښه والي لپاره اړینه ده.
یاده پروژه به د زرنج ښار د چاپېریال ښکلا، ښاري نظم، او د شپې مهال امنیت ته مثبت بدلون ورکړي.
بااحترام
مطبوعات شاروالی شهر زرنج
برای معلومات بیشتر لینک کانال را با دوستان خویش شریک سازید
https://whatsapp.com/channel/0029VayF9VZ1SWswhvjlJY1o
پیج فیسبوک شاروالی شهر زرنج
https://www.facebook.com/share/1YbAoHWNcK/?mibextid=wwXIfr
پیج انستاگرام شاروالی شهر زرنج
https://www.instagram.com/sharwailzaranj?igsh=MWV4djkyNjdtdGMwag==
