د زرنج ښاروالۍ/شاروالی زرنج
د زرنج ښاروالۍ/شاروالی زرنج
May 27, 2025 at 04:57 AM
*د زرنج ښاروالۍ په محوطه کې د نوې جومات پرانیسته – د دیني ارزښتونو پیاوړتیا ته یو بل ګام* په زرنج ښاروالۍ کې د یو باب نوې جومات چې د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه تمویل شوی، د زرنج محترم ښاروال مولوي صلاح الدین ممتاز لخوا رسماً پرانیستل شو. دغه جومات د ښاروالۍ د محوطې دننه جوړ شوی او موخه یې د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د لمانځه مناسبې اسانتیاوې برابرول دي. د دې اقدام له لارې د دیني ارزښتونو پیاوړتیا ته یو عملي ګام پورته شوی او همدارنګه ښيي چې زرنج ښاروالۍ نه یوازې د ښاري خدمتونو په برخه کې هڅاند ده، بلکې د دیني ارزښتونو خوندیتوب ته هم ځانګړې پاملرنه کوي. بااحترام مطبوعات شاروالی شهر زرنج برای معلومات بیشتر لینک کانال را با دوستان خویش شریک سازید https://whatsapp.com/channel/0029VayF9VZ1SWswhvjlJY1o پیج فیسبوک شاروالی شهر زرنج https://www.facebook.com/share/1YbAoHWNcK/?mibextid=wwXIfr پیج انستاگرام شاروالی شهر زرنج https://www.instagram.com/sharwailzaranj?igsh=MWV4djkyNjdtdGMwag==

Comments