
شفاعت أیوبي ویډیویي بیتونه اول چينل ته ښه راغلاست ګلانو
May 15, 2025 at 02:42 AM
سجده سهوه کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟
ځواب:
په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:
۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلاً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په ا

❤️
👍
3