🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 11, 2025 at 12:09 AM
🌹🌷ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌷🌹 🌹قرآنکریم هره ورځ🌹 🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷         🌼(129ﺻـﻔـﺤـه)🌼         🌹[سُوۡرَةُ الأنعام]🌹 🌹د ١ آیة نه تر ٨ آیة پوري🌹 ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ     بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ(١) ژباړه⬇️ ثنا او ستاينه الله ته ده چي اسمانونه او ځمکه یې هست کړل، رڼا او تيارې یې پيدا کړې، بيا هم هغه كسان چي د حقي بلني له منلو څخه یې انكار کړيدى، نور شيان د خپل رب سیالان ګڼي. هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ(٢) ژباړه⬇️ هماغه ذات دى چي تاسي یې له خټي څخه پيدا کړاست، بيا یې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله؛ او يوه بله نېټه (قیامت) هم ده، چي هغه وړاندي ټاكل شوېده، خو تاسي په شك کښي لويدلي ياست. وَهُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الْأَرْضِ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ(٣) ژباړه⬇️ هماغه يو الله په اسمانونو کښي هم دى او په ځمکه کښي هم، ستاسي په ښكاره او پټو ټولو حالاتو پوهیږي، او كومه بدي يا نېکي چي تاسي ګټئ له هغې څخه ښه خبر دى. وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ(٤) ژباړه⬇️ (د كافرانو حال دا دى چي) د هغو د پروردګار له نښانو څخه هیڅ كومه نښانه داسي نسته چي د هغو مخي ته راغلې وي او هغوى مخ ورڅخه نه وي اړولی. فَقَدْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ(٥) ژباړه⬇️ لكه همدا اوس چي كوم حق هغو ته راغلى؛ نو هغه یې هم درواغ وګاڼی، ښه نو، په كوم شي پوري چي هغوى تر اوسه مسخرې كوي، ډېر ژر به د هغه په باب څه خبرونه ورته ورسیږي. أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاءَ عَلَيْهِمْ مِدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ(٦) ژباړه⬇️ ايا هغوى نه دي ليدلي چي له هغو څخه مخکي مو څومره داسي ملتونه تباه کړيدي، چي د هر يوه په خپل خپل دور کښي نوم او واكمني وه؟ موږ په ځمکه کښي هغو ته هغه وس واك وربخښلى وو چي تاسي ته مو نه دى دربخښلى، پر هغو مو له اسمانه ښه ورښتونه وکړل او تر هغو لاندي مو ویالې وبهولې، (خو كله چي يې د نعمت ناشكري وکړه نو) په پاى کښي موږ د هغو د ګناهونو په مجازات کښي تباه کړل او د هغوى په ځاى مو د بل دور ملتونه را پورته کړل. وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ(٧) ژباړه⬇️ [اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)!] كه موږ پر تا په كوم كاغذ کښي ليكلى كتاب هم نازل کړی واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس کړی، (ليدلى هم واى)؛ هله به هم هغو كسانو چي له حق څخه منكر شويدي، همدا خبره كوله چي دا خو ښكاره کوډي دي. وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا لَقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنْظَرُونَ(٨) ژباړه⬇️ وايي چي پر دغه پېغمبر ولي كومه پرښته نه ده نازله شوې، كه موږ پرښته راكښته کړې واى، نو تر اوسه به د وخته فېصله شوې وای، بيا هغوى ته څه مهلت نه وركول كېدی. https://whatsapp.com/channel/0029VaCVss77z4knpsXfpi0g سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك. نور بيا........ إن شاء الله نوټ⬇️ تر نورو  رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ جـزاکـم الله خـیـرا ۱۴۴۶ کال/ ١٢ میاشت/ذوالحجة /١٥ چهارشنبه
❤️ 🌻 👍 7

Comments