
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 11, 2025 at 06:36 AM
خبرونه:
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته امر کړی، چې (د سپټمبر تر ۳۰مې) پورې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې پاتې کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
د امریکا د بېلابېلو ښارونو اعتراضونه اوس نيويارک او شيکاګو ته هم غځېدلي دي.
پنتاګون اعلان کړی دی چي لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنه د ملي ګارد سرتېري او ۷۰۰ سمندري تفنګوال به لاسانجلس ته واستول سي.
په لاسانجلس کي دغه اعتراضونه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مهاجرتي پالیسیو پر ضد پيل سوي، او د رویټرز د معلوماتو له مخي يوازي د سهشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۰۰ کسان نيول سوي دي.
په امریکا کې د پیو څېړنیز مرکز موندنې ښيي، چې د مسلمانانو نفوس د مسیحیانو په پرتله ډېر شوی، چې د دې زیاتوالي لامل تر ډېره د مسلمانانو په کورنیو کې د ډېر زېږون او د دوی د دیني پابندۍ له امله دی.
په افغانستان کې د کاناډایي سرتېرو ۳۰ پخوانیو افغان همکارانو د کاناډا له حکومته ځکه شکایت کړی، چې وایي د جنګي ماموریتونو څخه مخکې او وروسته ورته لازم ملاتړ او خدمات نه دي برابر شوي.
دغه کسان چې اوس د کاناډا تابعیت لري، له حکومته د ۵۰ میلیونه کاناډایي ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جېشنکر، خبرداری ورکړی دی چي له پاکستان سره د شخړې ريښې لا هم پاته دي، او که چيري بیا ترهګریز بریدونه تکرار سي، نو هند به بیا د “پاکستان د خاوري په ژوره توګه” تر برید لاندي کړي.
هغه ټينګار وکړ چي پاکستان ترهګري د خپل دولتي سیاست د وسیلې په توګه کاروي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير به ډېر ژر واشنګټن ته سفر وکړي او هلته به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د هند او پاکستان ترمنځ د سولې په اړه ليدنې تر سره کړي.
د کندهار ښار د پنځلسمه حوزې په حاجي قادر کالوني کي د فضل محمد په نوم د چرسو یوه معتاد خپل مېرمن حلاله کړې ده.
له دې ۲۵ کلني ښځي درې اولادونه، چي یوه یې شېدې خوړونکې لور وه پاته سول.
قتل کوونکی، چي یوه دربار کي مرید هم وو، مخکي یې هم خپل دغه مېرمن وهل او ټکول.
یاد کس چي پرون سهار وختي له دې پېښي وروسته تښتېدلی وو، خو نن سهار امنیتي ځواکونو نیولی دی.
👍
😢
❤️
⚔
😮
15