
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
June 11, 2025 at 11:52 AM
*شیخ الاسلام بن تیمیه رحمه الله ډېر کلونه په زندان کې تېر کړه، خو په زندان کې به يې د هري جمعې په ورځ غسل کاوه، او پاکي جامي به يې اغوستلې بیا به د زندان د دروازي په لور روان شو –دی پدې یقین وو چې دروازه بنده ده او د خلاصیدو امکان يې هم نسته- مګر دا کار يې لدې کبله کاوه چې له یوي خوا د زندان په چارواکو خپل حجت قایم کړي او له بلي خوا د جمعې د ورځي له سنتو یا مستحباتو نه ځان محروم نکړي که څه هم چې په یوازې توګه وي.*
*نو هغه کاروان چې د الجزائر او تونس له لوري روان شوی وو، ترڅو د غزې بیوزلو ته مرستي ورسوي، او د هغوئ سره خپله غمشریکې شریکه کړي، خو مخکې لدېنه چې رفح ته ورسېږي د مصر قوتونو د مصر په سرحداتو کې اجازه ورنکړه چې داخل شي، او څوک چې پدې کاروان کې وو هغوئ ته دا ښه معلومه وه.*
*نو ددې ګټه څه وه؟*
*د دې ګټه دا وه:*
*۱- په ذلیلو حکومتونو يې خپل حجت قایم کړ.*
*۲- خپل رب ته يې عذر وړاندې کړ.*
*۳- په ملتونو کې یې د انقلاب حرکت ایجاد کړ.*
*۴- د الجزائر، لیبیا او تونس د ملتونو ترمنځ يې یووالی قایم کړ.*
*۵- لویدیځ ته يې دا پیغام ورکړ چې که هر څومره دوئ کوښښ وکړي... مګر ملتونه د خپلو مبادئو او اساساتو څخه نه تېرېږي.*
*دا هم باید ووایو چې په قدس کې یوه دروازه د مغربیانو په نوم یادېږي، هغوئ به د دغي دروازې څخه ننوتل، نو الله تعالی مهربانه دی چې بیا به د دغې دروازي نه ننوزي،*
*الله تعالی فرمايې: «يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيٰوةُ الدُّنْيَاٙ وَ لَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْر» فاطر، ۵، اي خلكو! دالله وعده په باوري ډول برحقه ده، له دې امله د دنيا ژوند دي تاسې ونه غولوي او نه دې هغه لوى غولوونكى (شيطان) تاسې د الله په باب وغولوي.*
❤️
😢
8