Shahzad khalil

Shahzad khalil

755 subscribers

Verified Channel
Shahzad khalil
Shahzad khalil
June 7, 2025 at 08:08 PM
اختر پۀ ټوقو ټوقو راغے۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ نۀ مې اوګۍ شته نۀ د غاړې تعويزونه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ اخترونه انسانانو ته د خداے پاک له خوا د خوشحال، امن، مينې او ورورلۍ يوه ستره ډالۍ ده ۔ د لوي اختر پۀ دې موقع بايد مونږه نۀ خو هوائي ډزې وکړو کومې سره چې د چا اختر پۀ غم بدلېدې شي او نۀ ماشومانو ته داسې کومې وسله نما کهلونې واخلو کومو سره چې د هغوي پۀ ذهن کښې تشدد پېدا کېږي ۔ هم دغه رنګه قربانۍ به کوو دا مبارک رسم به ادا کوو خو د صفائې به ډېر خيال ساتو۔ داسې نه ده چې دغه لري، ويني ، پالتو هډوکي ټوله فضا الوده کړي ۔ هم دغه رنګه تازه غوښې خپله هم وخورئ ثواب دے او هم چم ګاونډ او خپلوانو پکښې هم ځان سره شريک کړئ ۔ ولې چې زړۀ غوښه يا پۀ فريجونو کښې ايساره شوې غوښه د صحت د پاره تاوان دے ۔ راځئ چې پۀ دې خوشحالۍ کښې ټول يو بل ته خپلې خطايانې معاف کړو او سره پۀ امن او مينه ژوند وکړو۔ زمونږ له خوا مو د لوي اختر ډېر ډېر ډېر اومبارک شه ۔
❤️ 6

Comments