
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
May 23, 2025 at 09:24 AM
*شهید امیرالمؤمنین (منصور) صاحب تقبله الله د عمر لاروی او د تدبیر سړی*
لیکنه: احمد خاطري
په پنځلسمه (۱۵) پېړۍ کي د نبی الملاحم صلی الله علیه وسلم داسي رښتیني وارثان هم تېر سوي چي کارنامې یې سړی په خیالونو کي خیرالقرون ته بیایي او د اسلام په دفاع کي د دین د دښمنانو په وړاندي د دوی جهادي مبارزه وریادوي، په دې عصر کي د اسلام د نومیالیو شخصیتونو څخه یو هم شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور صاحب تقبله الله وو چي د اسلامي امارت د سپېڅلي کاروان دوهم زعیم وو، هغه په لنډ خو ویښ او مؤثر قیادت کي داسي حیرانوونکی کردار ادا کړ چي د اسلامي تاریخ پاڼي پرې رنګیني او د افغان ملت او مسلمان امت ستر ویاړ او افتخار وګرځېد.
په دې لیکنه کي به ددې ستر شخصیت ژوند ته کتنه، د امیرالمؤمنین په حیث یې ټاکنه او زعامت، سیاسي بصیرت او تدبیر، همدا راز دده له کارنامو او په وروستیو کي یې د شهادت په اړه د الله تعالی په مرسته او د خپل ناتوانه قلم په مټ کم خو مؤثق مالومات شریک کړم.
*(۱) د شهید امیرالمؤمنین (منصور صاحب) تقبله الله ژوند ته کتنه:*
د جهاد او مبارزې همدا سرلاری او د امارت دوهم زعیم امیرالمؤمنین شهید ملا اخترمحمد (منصور) تقبله الله د الحاج محمدجان زوی، په ۱۳۴۷ هـ ش کال د کندهار ولایت په یوې ویاړلي او تاریخي ولسوالۍ(میوند) د بندتېمور وطن، کارېزوال سیمي په مالي خېل کلي کي زېږېدلی دی.
دده زده کړي: لومړنۍ دیني زده کړي یې په اووه کلنۍ کي د خپل مهربانه پلار په لارښوونه د خپل کلي مسجد کي ترسره کړي، وروسته یې کورنۍ د بلوچستان ګردي ځنګل ته هجرت وکړ، چي څه موده یې هملته او بیا د پنج پای سیمه کي زده کړو ته دوام ورکړ، له هغه وروسته د کوټي ښار ته ولاړ څه وخت هلته او بیا یې د عبدالله خان د کراس سیمي یوې مدرسه کي دیني درسونه وویل، وروسته د علم په تلاښ پېښور ته ولاړ او هلته یې په بېلابیلو سیمو کي درسونو ته دوام ورکړ چي بالآخره وړه دوره یې د جلوزو کمپ کي ولوستل.
د شوروي اتحاد په ضد یې جهاد: نوموړی په دیني زده کړو بوخت وو چي د مؤمن افغانستان واک د کمونسټانو لاس ته ولوېد او افغان مجاهد ولس یې په ضد د جهاد سنګر ونیوه. کله چي په ۱۹۷۸ م کال په افغانستان د شوروي تېریګرو یرغل پیل سو، دا مهال منصور صاحب اتلس کلن و چي د یو باشهامته ځوان په توګه یې د سرو لښکرو په خلاف د جهاد لار ونیول، په ۱۹۸۵ م کال کي یې د کندهار مشهور جهادي قومندان شهید قاري عزیزالله جبهه د سنګر په توګه غوره کړه او د اوسنۍ ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمه کي(چي پخوا د پنجوایي ولسوالۍ مربوط وه) د تېر امارت د ریاست الوزرا مرستیال الحاج ملا محمد حسن اخند په سرپرستي کي د اشغالګرو خلاف جهاد ته دوام ورکړ، دا جبهه لومړی د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم مربوط وه چي وروسته یې بیا په اسلامي حزب کي رسمیت ترلاسه کړ.
نوموړی په کال ۱۹۸۷ م کي د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري په سیمه کي د روسانو په یوه مرکز د برید پر مهال داسي سخت زخمي سو چي دیارلس ځایه یې پر بدن زخمونه خوړلي و خو الله تعالی ورته شفاء لېکلې وه، دوهم ځل بیا ۱۹۹۷ م کال د می په میاشت د امارت په تېره واکمني کي د مزار شریف هوایي میدان کي زخمي سو چي په همدې زخمي حالت کي د مخالفینو لخوا اسیر هم سو.
کله چي په ۱۹۹۲ م کال کي کمونستي نظام له منځه ولاړ او کورنۍ جګړې پیل سوې نو نومړي عادي ژوند غوره کړ، په ځینو علمي فعالیتونو بوخت سو او د هیڅ تنظیم پلوي یې ونکړه.
د تېر تحریک پر مهال: په ۱۴۱۵ هـ ق کال چي کله عالیقدر امیرالمؤمنین لوی ملا صاحب اسلامي تحریک تأسیس کړ نو شهید منصور صاحب دغه مهال د پېښور جلوزو کمپ امینیه مدرسه کي درسونه ویل، کله چي یې د رسنیو له لاري د تحریک د تأسیس خبر واورېد، لومړی یې دوه ملګري د تحریک د حقیقت معلومولو په هدف کندهار ته ولېږل، وروسته چي یې ملګرو مدرسې ته مالومات ور ولېږل چي دا واقعي د مجاهدینو تحریک دی نو ده هم د ملګرو په شمول کتابونه کت او د کندهار په لور روان سول، په کومه شپه چي دوی بولدک ته را ورسېدل طالبانو تخته پل سیمه نیولې او د کندهار په لور روان وه، نوموړي بولدک کي په دې هدف خپلمنځي غونډه وکړل ترڅو خپل مشر وټاکي، د سلا او مشورو وروسته یې شهید زعیم خپل مشر وټاکه او په اسلامي تحریک کي یې خدمت پیل کړ، نوموړي د تېر امارت په واکمنۍ کي لاندي مسؤلیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د کندهار ښار تر نیولو وروسته د کندهار هوایي ډګر مسؤل و.
۲ـ په همدې مهال د کندهار ولایت د هوایي ځواکونو او هوایي مدافعې مسؤلیت ورته سپارل سوی و.
۳ـ په ۱۹۹۶ م کال د کابل تر نیولو وروسته د هوایي چلند او سیاحت وزیر وټاکل سو.
۴ـ د وزارت سره هم مهاله د مرحوم امیرالمؤمنین د حکم په اساس د دفاع وزارت د هوایي مدافعې عمومي قومندان هم و.
شهید منصور صاحب د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوران کي د خپلو مسؤلیتونو پر مهال دومره رغنیز، ترمیماتي او عمراني کارونه ترسره کړي دي چي د مشت نمونه خروار په توګه یې ذکر کول هم بېلي لیکني او تحقیق ته اړتیا لري.
شهید منصور صاحب د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د جنرال مالک د غدارۍ له امله ٍپه شمال کي څه باندي شپږ میاشتي بندي سوی خو وروسته د لوی رب جل جلاله په مرسته هغه مهال ازاد سو چي مالک د دوستم په راڅرګندېدو سره له فاریاب ولایته وتښتېد او بندیانو ته د وتلو زمینه سازي وسوه.
د امریکایي اشغالګرو په خلاف یې جهاد: کله چي په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه نېټه امریکا په ګران هیواد یرغل وکړ نو منصور صاحب یې په خلاف مسلح جهاد پیل کړ، امریکایانو خپل لومړنی یرغل د کندهار هوایي میدان څخه پیل کړ( ښه مي یاد دي چي د میوند ولسوالۍ عظیم جان کاریز په خپل کوټه کي د انارو خوړلو وروسته مي د مېلمنو لاسونه وینځل چي د جیټ الوتکي غوندي بد ږغ لرونکي امریکایي توغندی د هوایي ډګر په لور تیري سوې موږ په نښه سوي ځای ته د کتلو په نیت د کوټې بام ته پورته سوو، توغندۍ دومره لویي او زوروري وې چي د لګېدلو سره سم یې د میدان په طرف د اورونو رڼا پورته سوه چي موږ دلته ولیدل. او دا زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره وه)،
لومړی یې په هوایي ډګر کي د پیچور هوایي مدافع دستګاه په نښه کړل، بیا یې د مرحوم لوی ملا صاحب کور او بیا یې د هوایي ډګر رادار او د منصور صاحب کور او د اوسېدو ځایونه وویشتل.
منصور صاحب د ارغسان له خوا د ګل اغا شیرزي په مشرۍ د امریکا او داخلي ګډاګیانو مسلسلې حملې په شا تمبولې چي مقامت یې یوه میاشت دوام وکړ او تر هاغه وخته چي مشرانو د کندهار څخه د وتلو پرېکړه کول او د امریکایانو سخت بمبارد هم روان وو نوموړی د میدان شاوخوا کي اوسېده او د دښمن په خلاف یې مقاوت ته دوام ورکاوه.
مولوي مطیع الله صاحب وایي: یوه ورځ ورته امریکایانو او ګل اغا شیرزي لیک راولېږه او پکښي لیکلي یې وه: "نور راسه تسلیم سه، سر به دي په امن وي، کنه زموږ زور نلرې شکست به خورې."
پوهېږئ چي د غیرت مجسم به په جواب کي څه ورته ویلي وي!!!
منصور صاحب استازي ته وویل:" ورسه ورته ووایه چي څه زور لرئ ټول وکاروئ، زما د تسلیمۍ فکر مه کوئ او نه به هم تسلیم سم، خپل وس کوئ او خپل وس به کوم."
په همدې موده کي د شهید زعیم د غیرت نوري خاطرې هم د تاریخ پاڼو ثبت کړي دي.
کله چي د اسلامي امارت مجاهدینو له کندهار څخه د وتلو پرېکړه وکړه نو منصور صاحب هم په هماغه وروستۍ ورځ کندهار ترک کړ او د میوند ولسوالۍ بندتېمور سیمي ته ولاړ او بیا ځل یې د امریکایي اشغال په خلاف د جهاد او مبارزې د دوام هڅي پیل کړې.
شهید منصور صاحب د امریکایي اشغال په ضد د مقاومت لومړیو کي د رهبري شوری د غړیتوب ترڅنګ د کندهار ولایت جهادي مسؤلیت هم ور له غاړي و، ځکه هغه مهال کندهار کي ددې وجهي همداسي مدبرامیر ته اړتیا وه چي امریکایي اشغالګرو د جنوب لوېدیځ زون ټول جنګي پلانونه له کندهار څخه طرح کول او تر هلمند وروسته په کندهار کي ډېر شمېر امریکایي، کاناډایي او نور یرغلګر موجود وه او تر باګرام وروسته یې کندهار لویه نظامي اډه وه خو منصور صاحب د دوی په خلاف داسي پلانونه جوړ او عملي کړل چي دوی یې له مخنیوی عاجز سوه.
په کال ۲۰۰۳ م او ۲۰۰۸ م کلونو کي چي کله د کندهار محبس دوه ځله په معجزانه شکل مات او ۱۵۰۰ مجاهدین ترې ازاد سول دا هم د منصور صاحب د مسؤلیت پر مهال و.
کله چي په ۲۰۰۷ م کال د اسلامي امارت مرستیال الحاج ملا عبیدالله اخند د پاکستاني حکومت لخوا بندي سو نو مرحوم امیرالمؤمنین شهید منصور صاحب خپل دوهم مرستیال وټاکه، په داسي حال کي چي لومړی مرستیال یې ملا برادر اخند و.
په کال ۲۰۱۰ م کي چي کله ملا عبیدالله اخند پاکستاني زندان کي شهید او ملابرادر اخند د امریکایي او پاکستاني ځواکونو لخوا اسیر سو نو په همدې مهال شهید منصور صاحب د اسلامي امارت مرستیال او د جهادي صف د ټولو چارو عمومي مسؤل وټاکل سو.
دا هغه وخت وو چي د عصر فرعون اوباما د جنګ ګټلو لپاره ۳۰۰۰۰ تازه دمه فوځیان راولېږل او تر یو لک زیات نور بهرني ځواکونه هم موجود او د مجاهدینو سره په سختو جګړو کي ښکېل وه، پر مجاهدینو فوځي فشارونه خورا زیات سوه چي د هاغه پسرلي سخت حالات د یوه شعر دې بیتونو کي انځور سوي دي:
د غمو د پاسه غم دی چي را نه سې پسرلیه
په وطن کي ویر ماتم دی چي را نه سي پسرلیه
تا ګلونو پر ځای راوړه د غلیم نوي فوځونه
اوس یې غشی راته سم دی چي را نه سې پسرلیه
خاطِري ځکه غمجن دی درته نه لیکي شعرونه
پر ټاټوبي یې تور تم دی چي را نه سې پسرلیه.
په دغسي یو حساس وضعیت کي چي مجاهدین تر فوځي او تبلیغاتي فشارونه لاندي وه، ډېری جهادي مشران شهیدان او ګڼ شمېر مسؤلین اسیران وه، د صلیبي تیریګرو په وړاندي د ټول نظام مسؤلیت د منصور صاحب په غاړه و، چي د الله تعالی په مرسته یې داسي اداره کړ چي بلآخره یرغلګرو په خپله دا اعتراف وکړ چي ۲۰۱۰ م کال د دوی لپاره تر ټولو خونړی وو، د دوی د اعتراف سره سم ۷۷۰ خارجي اشغالګر پکښي د مجاهدینو په لاس مردار سوه.
همدا راز د شهید منصور تقبله الله په قیادت کي د هیواد پراخي سیمي د دښمن له ولکې ازادي او منظمه اسلامي اداره پکښي رامنځته سوه.
*(۲) د شهید امیرالمؤمنین(منصور صاحب) تقبله الله زعامت:*
کله چي په ۱۳۹۲ هـ ش کال کي د اسلامي امارت مؤسس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات سو او قاصد یې شهید منصور صاحب ته د مرګ خبر راوړ نو مدبر امیر تقبله الله چي هغه وخت نائب امیر وو دا موضوع یوازي د رهبري شوری د شپږو مخکښ غړو سره شریکوي چي درې یې مهم قیادي غړي او شیوخ کرام وه(برحال امیرالمؤمنین حفظه الله شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم صاحب او شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب صاحب)، هغوئ شهید منصور صاحب ته د لوی جهادي مصلحت په هدف مشوره ورکوي چي د مرحوم لوی ملا صاحب د وفات خبر دي پټ وساتل سي او ددې جهادي صف امیر دي شهید منصور صاحب وټاکل سي چي بالاخره په همدې پرېکړه کیږي چي منصور صاحب شرعي امیر خو باید خبره همداسي پټه وساتل سي،(د ځینو بې ځایه تشویش او مغرضانه هڅي بې معنی وې چي د شرعي اړخه یې دده په زعامت نېوکه کول، ځکه جناب مصور صاحب د اهل حل والعقد شوری لخوا امیر ټاکل سوی خو صِرف د مصلحت په خاطر اعلان نه وو سوی) شهید امیرالمؤمنین په خپل تدبیر او لوړ ابتکار سره د مرحوم لوی ملاصاحب د وفات خبر تقریباً درې کاله د نړۍ د لیري او نژدې استخباراتي کړیو داسي پټ وساته چي هغوئ یې له ماتي سره مخ او نوم او حیثیت یې خورا ورته راټیټ کړ، کله چي د درو کلونو په تېرېدو سره په بېلابیلو جهادي برخو کي د مرحوم ملا صاحب د نه شتون علامې ولېدل سوې او ژوند او مرګ په اړه یې شکونه زیات سوه نو د سپین کاروان رهبري شوری پرېکړه وکړه چي د مرحوم لوی ملا صاحب وفات اعلان او راتلونکي زعیم باندي ټول جهادي صف او هیوادوال خبر سي ځکه نو په ۱۳۹۴ هـ ش کال د اسد میاشتي په ۸ مه نېټه رهبري شوری غونډه وکړه او د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله وفات یې رسماً اعلان او پر ځای یې شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب د اسلامي امارت نوی زعیم اعلان کړ، د رسمي ټاکل کېدو وروسته د هیواد په لر او بر کي په لویه او ټیټه کچه د ټولو جهادي جبهاتو له لوري د نوي زعیم سره د بیعت سلسله پیل سوه چي ددې سپېڅلي مسیر غړو په بیعت لیږلو کي دومره تلوار کاوه چي د بیعت لپاره ګمارل سوي ملګري پرې ستړي سول.
هو د بیعت دې ګړندۍ سلسلې دا پیغام د ځان سره درلود چي مرحوم امیرالمؤمنین خپل د صف مجاهدین په داسي فکر روزلي وه چي افراد ورته مهم نه، بلکي هدف مهم وو.
په خورا لنډه موده کي د بیعت لړۍ پایته ورسېده او ددې کاروان ټولو لارویانو د خپل نوي زعیم سره بیعت او عملي کلک ملاتړ اعلان کړ، البته ځیني لږ ملګري داسي هم وو چي د سوء تفاهم له امله ورسره تشویش او سوالونه پیدا وه خو د لږ وخت وروسته هغوی هم بېرته د امارت غړي سول.
د شهید امیرالمؤمنین په زعامت باندي د ګرد جهادي صف باور او اعتماد ددې لامل وګرځېد چي منصور صاحب کي د خدمت جزبه او جرئت لا پیاوړی او ګړندی سي.
*(۳) د شهید امیرالمؤمنین (منصور) صاحب تدبیر او سیاسي بصیرت:*
شهید امیرالمؤمنین تقبله الله نه یوازي دا چي په نظامي برخه کي یې د یو نوښتګر اتل کردار ادا کړل هغه داسي چي د جهادي عملیاتو پراخوالي ته یې توجه وکړل او د چریکي جګړو تر څنګ یې د جبهیي جګړو د پیل کېدو لپاره امکانات برابر کړل او د پسرلني عملیاتو لپاره یې جهادي قطعې رامنځته کړې چي په نتیجه کي یې د کندز ولایت فتح، د هلمند پر تقریباً ۹۰ سلنه خاوره یې خپل واک ټینګ، د فراه د ۷۰ سلني برخي څخه یې دښمن فرار ته اړ کړ او د هیواد مختلفو ولایتونو کي یې پراخي سیمي او ولسوالۍ د سپین بیرغ تر سیوري لاندي راویستې بلکي هغه په خپل تدبیر او سیاسي بصیرت د امریکا له رقیبو هیوادونو سره د مخامخ تماس لاره پرانیستل، د مرحوم امیرالمؤمنین لوی ملا صاحب په ژوند کي چي د جهادي مقاومت ترڅنګ کوم سیاسي کمیسیون هم جوړ سوی وو او په وروستیو کي یې په قطر هیواد کي د سیاسي دفتر د جوړېدو لارښوونه کړې وه خو هغه وخت د سیاسي فعالیت په مخ کي خورا زیات خنډونه پراته وه او هیچا د امریکا له ویري د طالب ملاتړ ته زړه نه ښه کاوه، د شهید منصور صاحب د نیابت پر مهال سیاسي هلي ځلي خورا چټکي او د قطر د دفتر له لاري یې استازو بېلابیل هیوادونو ته سفرونه وکړل او د اسلامي امارت په اړه یې ناسم پوهاوی پورته کړ او ډېر هیوادونه یې په دې قانع کړل چي امریکا د ټولي سیمي لپاره ستر خطر او اشغال یې ټوله سیمه تهدیدوي او اسلامي امارت د ټولو هیوادونو سره په تعامل کي په متقابل احترام باور لري او هیچا ته د ضرر رسولو پالیسي نه لري.
په دې کار سره ډیرو هیوادونو د اسلامي امارت سره روابط سم او د دښمنې له دریځه وګرځېدل چي دې اقداماتو د امریکا حیثیت خورا زیانمن او هغه رعب یې له منځه ولاړ چي د عصر د فرعوني طاقت له ویري به د طالب سره چا سلام او کلام نه سو کولای.
منصور صاحب په خپلو مدبرانه هڅو په امارت کي داسي اداري جوړښتونه رامنځته کړل چي ډیری حکومتونه ورڅخه بې برخي دي، د بیلګي په توګه ده د کمیسیونونو لپاره لائحې او طرزالعملونه جوړ کړل چي د رهبري له لوري به د ټولو نظامي او سیاسي چارو او ادارو ارزونه ترسره کېدل او د مکافات او مجازت اصل به پکښي تطبیق وو.
د هغه تقبله الله په هڅو د امارت فرهنګي او مطبوعاتي مبارزه هم خورا غښتلې او د دښمن په منځ کي دعوت پیل سو.
شهید منصور صاحب د خپلو مدبرانه هڅو په دوام د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره هم رامنځته کړه چي ورسره په ګرمه او پراخه جګړه کي د ملکي خلګو د تلفاتو کچه نوره هم راټیټه سوه.
نوموړي به تل مطبوعات تعقیبول تر څو د هیواد له پیښو او روانو جریاناتو خپل ځان خبر کړي او یو ملګری یې په دې کار مقرر کړی وو چي د نړۍ د بېلابیلو ژبو مطبوعات تعقیب او د افغانستان سره یې تړوا درلودونکي خبرونه او تبصرې له ده سره وخت په وخت شریکي کړي.
د منصور صاحب نژدې ملګری حاجي اغاجان وایي:" منصور صاحب د روانو جریاناتو تر داسي اندازې ځان باخبره ساته چي یوه ټول ورځ او د شپې تر ناوخته د رهبري شوری غونډه کي مصروف وو، وروسته ددې پر ځای چي بیده سي ماته یې وویل: یو ځل خبري ویب پاڼي راواړوه چي څه حالت روان دی."
حاجي اغاجان وایي:"منصور صاحب چي به کله یو خبر ترلاسه کړ نو سمدسي به یې د خپلو رابطینو په مټ د هغه حقیقت معلوماوه، د بیلګي په ډول چي کوم ځای به چاودنه سوې وه او ملکي خلګو ته به پکښې تلفات رسیدلي وه او یا به په رسنیو کي خلګو له مجاهدینو شکایت کړی وو نو ده به سملاسي د پېښي عاملین معلومول او مسؤلینو ته به یې امر کاوه چي قانوني چلند ورسره وکړي، چي په ډېرو مواردو کي دداسي پېښو عاملین بندیان، خلع سلاح او محاکمو ته معرفي کړل سوي دي.
هغه تقبله الله معارف ته هم زیاته توجو درلوده چي په ډیرو سیمو کي د جګړو امله ښوونځي تړل سوي وه بیا ځل یې فعال او ډیرو سیمو کي یې د هیواد د بچیانو د سالمي روزني په هدف نوي مدرسې هم تأسیس کړې.
لنډه دا چي په هره برخه کي د مدبر امیر تقبله الله هڅي او سیاسي فعالیتونه په دومره لوړه او زیاته کچه وو چي دا لیکل سوي کارونه یې له مشت نمونه خروار هم کم دي.
*(۴) د شهید امیرالمؤمنین (منصور) صاحب تقبله الله کارنامې:*
د اسلام د شهید او د الله د دین دې ریښتني مجاهد په هره برخه کي خورا لویي کارنامې او لاسته راوړني لرلې او جهادي ژوند یې له لویو لاسته راوړنو ډک وو خو دلته یې د بیلګي په ډول یو څو ذکر کوو:
أ ــ د هاغه لومړۍ ستره کارنامه دا وه چي درې کلونه یې د مرحوم امیرالمؤمنین د وفات خبر له ټولو جهتونو او د سي آی اې(CIA) او آی ایس آی(ISI) لیري او نژدې استخباراتي سازمانونو په داسي حالت کي په خپل لوړ تدبیر سره پټ وساته چي ادعا کېده دا د دنیا لويي او پرمختللې استخباراتي شبکې دي او هیڅ یو څه هم ورڅخه پوشیده کېدای نه سي، شهید منصور صاحب په دې سره عملاً دې استخبارتي سازمانونو ته داسي شکست ورکړ چي حیثیث یې سخت زیانمن سو، دې ادارو به وخت په وخت د لوی ملا صاحب په اړه داسي غلط او بې بنسټه ضد او نقیض راپورونه خپرول چي د دوی لپاره د شرم باعث وه، شهید منصور صاحب د نړۍ استخباراتي کړیو ته ثابته کړه چي د امارت رهبري په څومره لوړ تدبیر او امانتدارۍ پر مخ ځي.
ب ــ د شهید منصور صاحب د قیادت سره سم چي د امریکایي اشغالګرو سره د جهاد سنګرونه سخت ګرم او اشغالګر د وارخطایي په درشل ولاړه وه د داعش په نامه فتنه ګر راپورته او جهادي صف ته یې عملاً مشکلات جوړ کړل، خو ده تقبله الله د داعشي فتنه ګرو په وړاندي د علماؤ په مشوره او فتوی خورا قاطع دریځ ونیوه او مخکي له دې چي جهادي صف کي انشعاب او د داعشي فتنه ګرو فتنه پراخه سي مهار او مخه یې ونیول، ځکه منصور صاحب پوهېده چي د دوی په وړاندي که د تساهل څخه کار واخیستل سي نو جهادي صف ټوټه کوي او د اشغالګرو هغه دسیسه چي کلونه ـ کلونه یې د امارت د ټوټه کولو لپاره په لار اچولې وه بریالۍ کیږي.
که د داعش په وړاندي د شهید منصور د قاطعیت کارنامه نه وای نو خدای مکړه افغانستان به اوس په سوریه او عراق بدل سوی وای چي هلته دوی د القاعدې په وړاندي راپورته سوه، عراق یې د القاعدې له لاسه وویست او سوریه کي یې هم د رکود سره مخ کړه.
ج ــ شهید منصور صاحب په خپل قیادت کي د اسلامي امارت رهبري شوری کي د عضویت په توګه د علماؤ شمېر زیات کړ، اووه (۷) داسي علماء یې د رهبري شوری غړي وګمارل چي هر یو یې شیخ الحدیث وو او هدف یې دا وو چي د الله په فضل او ددې شیوخ کرامو په مټ جهادي صف له انحراف څخه وژغوري.
د ــ په نظامي برخي د منصور صاحب قیادت کي جهادي صف دومره پیاوړی او نوی روح پکښي پوه کړل سو چي لوی تعرضي بریدونه ته یې امکانات برابر کړل او په دښمن باندي به یې خورا سخت کاري ګذارونه کول او دې برخه کي تر ټولو لویه کارنامه دا وه چي د اشغال ضد جهاد کي څوارلس کاله وروسته د ۲۰۱۵ م کال د سبتمبر میاشتي وروستیو کي طالب ابطالو د کندز مهم اقتصادي ښار ته ننوتل او ددې ښار نیونه نه یوازي نظامي بریا ګڼل کېده، بلکي په ورته وخت کي یې سیاسي، تبلیغاتي او د مرال لوړېدو کي هم مهم نقش درلود، د منصور صاحب په قیادت کي د کندز فتح د امریکا په خلاف په ټول مقاومت کي تر ټولو ستره بریا وه،(هغه مهال زه کندهار ښار کي په دیني درسونو بوخت وم چي د کندز د فتحي په اړه مي د شهید منصور صاحب د هوښیارۍ او درایت څخه ډکه اعلامیه ولوستل تر اوسه ذهن کي راګرځي)،هغه خپل ځواکونه ته هدایت کړی وو: د عامه تأسیساتو ساتنه وکړئ، ملي او شخصي شتمنۍ څوک درڅخه لوټ نه کړي، د کندز ښاریانو ته هیڅ ډول ازار او اذیت وه نه رسوئ، مکاتب او تعلیمي ادارې سمدستي پرانیزۍ، (هغه مهال چي مي اعلامیه ولوستل نو پوه سوم چي د خپل سلف عمر لاروی د تدبیر او پوهي نابغه دی).شهید منصور صاحب دا او دېته ورته زیاتي تاریخ سازه کارنامې او خدمتونه کړي چي نور د لیکني اوږدېدل او د قلم ناتواني اجازه نه راکوي.
*(۵) د شهید امیرالمؤمنین( منصور) صاحب تقبله الله د ژوند وروستۍ لحظې او شهادت:*
د حق د لاري دې فداکار مجاهد د شهادت مخکي په داسي حال کي د خپل هیواد پر مځکه او د خپل جهادي حاکمیت په ساحه کي د یو عادي مجاهد په څېر ژوند کاوه چي اجیرو رسنیو او ضعیف الایمانو خلګو به پرې په ایران او پاکستان کي د اوسېدو بې ځایه اتهام پوري کاوه.
شهید منصور صاحب د هلمند او نیمروز ولایتونو تر منځ په یوې کلیواله سیمه کي له اتو (۸) تنو خاص ملګرو سره اوسېده، دوی به د عامو مجاهدینو په څېر مسلح ګرځېدل او ددې سیمي مجاهدینو او عامو خلګو ته یې د یو محلي ډلګۍ مشر انډیوالان ځانونه معرفي کړي وه.
ملا اغاجان چي په دې وخت کي ورسره یو ځای پاته سوی دی وایي: دا مي د ژوند تر ټولو خوږه خاطره وه چي د امارت ستر زعیم به د وطن په سپېرو کوډولو کي د سنګر د مجاهد په څېر ژوند کاوه.
هغه په دې مرحله کي د ډېر احتیاط څخه کار اخیسته او د مجاهدینو سره یې مخامخ لیده کاته نه کول، بلکي د ځانګړو استازو په توسط به یې احکام صادرول.
هغه به کله ناکله داسي ساحې ته نژدې سو چي انټرنیټ به کار کاوه نو د ایمېل او واتساف له لاري به یې د مسؤلینو سره رابطې کولې.
نوموړي به د جهادي وظیفو ترڅنګه زیاته مطالعه هم کول، ځینو ملګرو یې ویلي چي د نبوي سیرت کتابونه یې ډېر مطالعه کول چي وجه یې څرګنده ده، او یا به په موټر کي ګرځېده او د خپلو مجاهدینو او عام ولس حالت به یې ځان ته معلوماوه.
بالآخره د اسلام ددې ستر شهید د زعامت لا کال نه وو پوره سوی چي د امریکا د ډرون برید کي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، چي د شهادت په اړه یې د رهبري شوری د اعلان سوي اعلامیې یوې برخه داسي راغلي:
"د افغانستان اسلامي امارت په الهی قضاء د رضا او محکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چي د افغانستان اسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتي په ۱۴مه نېټه د شنبې په ورځ چي د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نېټې سره سمون خوري د کندهار ریګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کي د امریکایي طاغوت د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد". انا لله وانا الیه راجعون.
د اعلامیې تاریخ: ۱۸/۸/۱۴۳۷ هـ ق ـــ ۵/۳/۱۳۹۵ هـ ش ـــ ۲۵/۵/۲۱۶ م
د اسلامي امارت ددې موفق او کامیاب قائد شهادت افغان ملت دداسي ستر غم په ټغر کښېناوه چي تر اوسه هم د هاغه غم دردونه احساسیږي.
د شهید منصور صاحب زوی مولوي فتح الله منصور وایي چي:" منصور صاحب له شهادته یوه نیمه میاشت وړاندي یوه ورځ دا خبره وکړه چي په دنیا کي یې تر ټولو ستر ارمان مخلصانه او قبول شهادت دی."
د خپل محبوب د لقاء تږی او د سپېڅلي شهادت ارمانجن خپلي وروستۍ هیلي او ارمان ته وصل او شهادت جام یې په سر واړوه. انا الله و انا الیه راجعون
د شهید مدبر امیر د نهم تلین په پلمه دده د شخصیت او کارنامو په اړه دا لیکنه د اوښکه په بدرګه په دې شعر سره پایته رسوم:
چي ستا په وینو باندي بلي سوې ډېوې شهیده
ولاړې د ظلم و اشغـــال تـــوري تیارې شهیده
په دې رڼــــا کي رسېدلي تر منـــــزله پـــوري
ستـــا د سپېڅلــو پاکـــو هیلــــو قافلې شهیده
د وخت فرعون یې کړلو غرق د خپل لښکرو سره
وینـــو دي ووهلې "نيل" غـوندي څپې شهیده
تردې به بل اعزاز نو چیري وي په ورځ د قیامت
چي سوځېدلی وجود حشر ته راځې شهیده
چي خپه نه سې هر ارمان دي پوره سوی دی نن
د ازادۍ اُفــــــــُق وخــتې سپېــدې شهیده
د شهادت د قبولیت خواست دي کوي "خاطِري"
چي یادګارونو ته دي تم سي څو شېبې شهیده
لوی الله جل جلا له دي شهید زعیم د محشر په ورځ د بدر د شهیدانو په قطار کي راپورته کړي. آمین یارب العالمین.
تاریخ: ۱۴۴۶/۱۱/ ۲۵ هـ ق ـــ ۱۴۰۴/۳/۲ هــ ش ورځ: جمعه
مأخذونه
1) (شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله)، لیکوالان: بېلابیل، فرهنګي کمیسیون.
2) (اسلامي امارت موږ ته څه راکړي؟) لیکوالان: بېلابیل قلموال، مرتب حافظ مولوي نوراحمد سعید.
3) ځیني جریانات د سترګو لیدلی حال
4) د عیني شاهدانو له خولې.

❤
❤️
🌹
👍
😢
5