( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
May 26, 2025 at 02:44 PM
مولوي بشير احمد حنفي صاحب خطا کار دی، مشکلات لري ...! موږ ټولو ورسره بحثونه کړي او ډېر فکري اختلافات سره لرو . خو هغه يو پوهه او ژمن ځوان دی ،‌ دسې خبر دی چې په اته مياشتې بند او دوه کاله ممنوع الخروج اعلان شوی، که چېرې دا قيد د کومې شخصي قضيه لامله ورکړل شوی وي، خو بيله خبره ده . البته که د رسنيو متنازع فعاليت لامله شوی وي نو طبیعي خبره ده چې دا تعزيري او تاديبي سزا ده . هلته مصر کې حنفي صاحب کلونو مسافري او خواري کړي ترڅو ماسټري وکړي، وس د‌ ماسټري امتحانونه هم رارسېدلې ....! موږ بايد علمي ذهنونو راخپل کړو، علمي ذهن او عام کې ډېر توپير وي، يو علمي ذهن عقده مند کيدل د زرو عامو ذهنونو عقده مند کيدلو نه زيات خطرناک دي . که له ده نه دا امتحانات تير شي نو د ژوند ستره خواري يې عبث کېږي، يعنې په لوی لاس د خپل مخالفت کې درول کېږي . موږ د حکومت نه په ډېر احترام هيله کوو چې ياده قضيه باندې يو ځل بيا نظر وکړي، دې حکومت ستر ستر مجرمين معاف او سينه يې ورته پراخه کړه، دا يو خوار او بې چاره که پکې هم شمار شي نو کوم تاوان به ونکړي . انسان خطاکار دی، الله دې موږ ټولو ته هدايت وکړي . اسامہ جوہری
Image from ( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه: مولوي بشير احمد حنفي صاحب خطا کار دی، مشکلات لري ...! موږ ټولو ورسره ب...

Comments