
( Wake-up Muslims ) حقيقت وپېژنه
May 31, 2025 at 03:17 PM
مدرسه لو مبارزه کتاب او له مدرسې څخه د هراړخیزې مبارزې په ممبر جوړولو کې یې رول.
موضوع داده چې په دې بحث وکو چې دا کتاب له مدرسې نه دمبارزې په ممبر جوړولو کې څه رول لري، دلته باید دا خبره یاده کړو چې
مدرسه لکه څرنګه چې په کتاب کې ښودل شوې ده د خپلې ابتدا له اوله د یوې نه ختمېدونکې، با استقامته علمي، فرهنګي، دیني او سیاسي مبارزې کور دی، خو د وخت او حالاتو له جبر نه صرف په جامعیت والي کې پاتې راغلې؛ له کومه وخته چې د مدرسې قیادت ختم شو نو حالاتو داسې وځپله چې
نور یې ددې درک له لاسه ورکړ چې نړۍ ته په قیادي عینکو کې وګوري، حالات وسنجوي او ددروني فروعاتو پرځای بهرنیو او علیا مصالحو ته متوجه شي.
د مجاهد صیب کتاب همدغه تشه درک کوي او د مدرسې په نه هېرېدونکې قربانۍ، اخلاص او نېکۍ د اعتراف سره سره ددې تشې د ډکولو د هڅې تلقین ورکوي.
دا کتاب شروع په دې کوي چې له اسلامي نړۍ نه تعلیم پردی شو، څه وجه یې وه او کوم نقصانات یې پیدا کړل، وروسته کتاب کرار کرار د ارزښتونو، کلتور او مبادیاتو د جګړو یادونه او اهمیت ذکر کوي او وروسته خصوصا د مدرسې په نصاب کې د هغو مضامینو او علومو نشتون درک او علاج یې ښيۍ چې مجاهد
صیب په عموم کې ورته د معاصرو فکري ادبیاتو اصطلاح کاروي.
دا کتاب یو لړ هغه مضامین معرفي کوي چې د هغو تشه د مدرسې په نصاب کې په معاصر وخت کې د زیاتو مشکلاتو جوړوونکې او دمدرسې د پاره د معاصرو فتنو سره مقابله سختوي.
دا هغه مضامین دي چې که یې د مدرسې په نصاب کې شتون درلودای او وخت په وخت پکې نوي تغیرات راتلای نو نن به د مدرسې نه فارغ طالب العلم د خپلمنځیو فروعي اختلافاتو پر ځای د معاصرو حالاتو ژور درک درلودای او ددې درک په نتیجه کې به یې پرېکړه کوله چې خپلمنځي اختلافات وپالو او که د معاصر ابلیس سره په ګډه دښمني.
دې مضامینو ته لاندې لږ اشاره کوو:
اول مضمون د معاصرې باطل پېژندنې دی، د باطل پېزندنې په اړه د مدرسې لوی مسؤلیت دی ځکه مدرسه د حق او باطل ترمنځ د تفکیک، بېلونې او مقابلې مرکز دی او باید مدرسه په هر عصر کې خپل دا مسؤلیت د هغه عصر د باطل په ژور تحلیل او مقابله سره اداء کړي.
د معاصرې باطل پېژندنې اهمیت په هر عصر کې د حق د پېژندنې په مقام کې دی ځکه دا دواړه داسې شیان دي چې مدرسه به د یوه په کلکه دفاع کوي او د بل سره په کلکه مبارزه؛
مجاهد صیب په کتاب کې لکه څنګه چې مخکې یاده شوه د مدرسې د هر باطل سره د مقابلې او استفامت ستایونکی دی لکن مجاهد صیب ددې خبرې تلقین غواړي چې د مدرسې دا مقابله باید بشپړه په شعوري ډول وي چې د هغې د پاره دغه مضمون لومړی اهم دی.
د مثال په توګه مدرسه د کمونېست، سیکولر او معاصرو فرعونیانو سره مستقیما د مبارزې مسؤله وه او دا عملي مسؤلیت یې تر یو حده اداء هم کړ، لکن که چېرې مدرسې د کمونېزم، ډېموکراسۍ، سیکولرېزم، ددې نظریاتو د عاملینو او د هغوی د تاریخ او ژوندبڼې په اړه شعوري او علمي برداشت لرلای نو په دې مبارزه کې د مدرسې لیدلوری پراخېده، درک یې ژور کېده، مبارزه یې لا شعوري کېدله او په نتیجه کې یې خپل اقداماتو، دفاع او عمل ټول په ژور درک او ژور شعوري او علمي ډول کولای شو او لا ښه خبره دا چې دا علمي درک به د مدرسې هر طالب العلم ته حاصل و کوم چې اوس نه دی.
مجاهد صیب په دې مضمون کې د معاصر کفر او باطل پېژندنې تر څنګ د معاصر باطل پېزندنې پېچلتیا هم یادوي چې ددې مضمون اهمیت لا پسې زیاتوي.
دوهم مضون د اسامي تاریخ دی، تاریخ او په ځانګړي ډول خپل تاریخ پېژندل د مدرسې اړوند هر فرد لپاره دومره اهمیت لري لکه د ژوندي لپاره روح، دا مضمون تر باطل پېژندنې هم مخکې دی.
تاریخ نه یوازې دا چې د دلچسپ دی او دپخوانیو حالاتو ذخیره ده بلکه تاریخ یو استاد دی، تاریخ د یوې ټولنې په ځانګړي ډول د اسلام غوندې د یوه دین چې پیروانو يې د خپل تاریخ په ساتلو کې د هیڅ ډول قربانۍ صرفه نده کړې، یو داسې میراث دی چې که پرې د همدې ټولنې هر فرد قرباني شي خو ددې میراث ساتل ورته تر دې قربانۍ مهم دي.
تاریخ ټولنې (اسلامي ټولنې) ته دا وریادوي چې مخکنیو مو کومې غلطۍ کړې وې ترڅو درس ترې واخلي، تاریخ ټولنې ته د خپلو اسلافو نیک او محمود صفات تلقینوي او ورښيي چې مخکنیو یې څه ډول اخلاق، صفات، علم، انسانیت او دین پاله.
لنډه دا چې د تاریخ په اهمیت په کتابو کتابو خبرې کېدای شي خو د هغو تقریبا ټولو خلاصه راته په دغه یوه انګلیسي مقوله کې په نظر راغله:
Remove people's past so you can control their future.
یعنې د خلکو تېر ترې هېر او ورک کړه نو تاته به ددوی د راتلونکي کنټرول اسانه شي.
متأسفانه چې د اسلامي تاریخ غوندې یو حیاتي مضمون هم د مدرسې په نصاب کې په کافي مقدار هیڅ شتون نلري، او دا د مدرسې د قیادي رول، فکري ویښتیا او دحالاتو د درک او تفکیک او د اولویاتو د پېژندلو صفات فلجوي چې دا ټول فکټورونه د معاصرو حالاتو او راتلونکو ممکنه پېښو په اړه مدرسې د بشپړ ویده توب لپاره عمده لامل دی.
دریم مضمون ددعوت دی، دعوت هم یو له مهمو او عمده مضامینو څخه ځکه دی چې لکه څنګه چې مجاهد صیب په کتاب کې ذکر کوي چې دا یو منلی حقیقت دی چې په نړۍ کې څومره ادیان ، افکار او عقائد په ټولنو کې خپریږی په هغو کې عمده نقش ددعوت دی، که څه هم مال او پیسې مصرفول رول لري خو ددعوت نقش تر هغو مهم دی ځکه په مال او دولت یا تورې او زور سره که یوه نظریه او عقیده راځی هغه د ټولنې د خلکو په زړو کې ځای نشي نیولای، سمه ده ظاهرا به یا د مال او دولت له رعبه او یا د تورې او ټوپک له زوره د نظریې، عقیدې او دین ملاتړ وکړي یا ومني خو دا شیان هغه نظریه او عقیده د خلکو زړو ته نشي کوزولای.
مجاهد صیب وروسته ددعوت څلورګوني ارکان چې ۱: داعي ۲: مدعو ۳: وسائل او میتودونه ۴: د دعوت محتوا دي، تفصیلا بیانوي او دا بیانوي چې په دعوت کې د داعي پېژندل، دداعي د اوصافو پېژندل او دداعي د نورو مشخصاتو پېژندل څومره مهم دي؛ همدارنګه دا بیانوي چې د مدعو (چاته چې دعوت کیږي) پېژندل، درک کول، حالت او وضعیت یې په پام کې نیول او د مدعو اړوند نور موارد په پام کې نیول په دعوت کې څومره اغېز او رول لري؛ همدارنګه بیانوي چې په دعوت کې د وسائلو او میتودونو رول څومره مهم دی، د هغه عصر سره سم د وسائلو او میتودونو د استعمال اهمیت او داچې د مدرسې دښمنو له دې وسائلو او میتودونو څخه څه ډول کامیابه استفاده کوي هم بیانوي او دآخرې رکن چې ددعوت محتوا ده هم بیانوي چې داعي د نورو دریو ارکانو په مراعتولو سره کوم ډول محتوا غوره کړي او کوم مدعو ته کوم ډول محتوا تلقین کړي.
ددعوت د ارکانو او د بې ساري اهمیت بیانولو وروسته مجاهد صیب په تأسف سره وايي چې دا عمده او مهم مضمون هم د مدرسې په نصاب کې نشته دی.
ددې نشتون په وجه چې کله طالب العلم د داعي په حیث له مدرسې فارغ شي نو د دعوت د علم د نه حصول په وجه دی په دې کې پاتې راغلی وي چې ددعوت کار چې خصوصا د مدرسې او عموما د ټول اسلامي امت لپاره یو مهم او لازم کار دی، په سمه توګه ترسره کړي لکه څرنګه چې په قرآن عظیم الشان کې ددې امت د (خیر او ښه والي) وجه رب کریم دعوت ګڼي او فرمايي: کنتم خیر امة اخرجت للناس تأمرون باالمعروف و تنهون عن المنکر.
څلورم مضمون معاصره لیکوالي ده، مجاهد صیب ددې مضمون تشه هم په مدرسه کې د مدرسې په خپل مسؤلیت کې د شاته پاتې کېدو لامل بولي او دمعاصرې لیکوالۍ ارزښت په تفصیل سره واضح کوي او د مدرسې لپاره ددې مضمون اهمیت په ښه ډول سره توضیح کوي.
مجاهد صیب لیکوالي ولسونو ته د یوې عقیدې او فکر د انتقالولو لپاره او د هغوی د کامیاب دعوت لپاره یوه مهمه وسیله بولي او دا وضحوي چې ددې وسیلې څخه د مدرسې دښمن څه ډول کامیابه استفاده کړې خو په مدرسه کې تراوسه د نصاب برخه نه ده!.
په لیکوالۍ کې تر ټول مهم دادی چې لیکوالي، اصول یې او میتودونه یې د هر عصر سره تغیر او تبدیل کوي او حتي په یوه عصر کې هم په مختلفو ولسونو کې د لیکوالۍ له لارې د مفهومونو د انتقال لارې چارې بېلې وي، په همدې وجه مجاهد صیب صرف لیکوالي نده ذکر کړې بلکه معاصره لیکوالي یې ذکر کړې چې باید مدرسه ورته جدي توجه وکړي.
پنځم مضمون د ژبو زده کړه ده، د ژبو زده کړه او پورته یاده شوې معاصره لیکوالي او له دې مضمون نه وروسته یادېدونکي مضامین مجاهد صیب د دعوت له مضمون نه وروسته راوړي دي تر څو دا درک شي چې دا وروسته ذکر کېدونکي مضامین تر زیاته حده ټول په دعوت کې مؤثر دي.
د ژبې اهمیت له دې نه درک کړئ چې ژبه حتي یوې ټولنې ته د داخلېدو لپاره څومذه مهمه ده نو هغوی ته دعوت، عقیدې او دین په رسولو کې به یې څومره اهمیت وي؛ په معاصره مبارزه کې د مدرسې لپاره نړیوالو ژبو ته توجه کول په کار دي تر څو د هغوی حالات او ټولنې درک او په نتیجه کې یې د یرغل سره مقابله او ددعوت رسولو کې ترې فائده واخلي خو دا مهم مضمون هم په مدرسه کې نشته.
شپږم مضمون د اخلاقو او تزکیې دی، اخلاق او تزکیه د مدرسې د طالب العلم لپاره د زوند په هر اړخ کې لوی او عمده حیثیت لري، نه یوازې د دعوت او مبارزې په لاره کې بلکه د مدرسې پراخ اولوی مسؤلیت ته په کتو باید په مدرسه کې د اخلاقو او تزکیې لپاره هم باقاعده مضامین موجود وای ترڅو طالب العلم د اخلاقو غوندې مؤثر صفت چې له دعوت نه ونیسه ترمبارزې، ټولنیز ژوند او اړیکو پورې په ټولو میدانونو کې یو لوی اثر لري.
د اخلاقو او تزکیې په برخه کې د رسول الله صلي الله علیه وسلم نه نیولي د امت تر ټولو اسلافو پورې زیات کوښښونه کړي دي، امت اسلافو د قرآن عظیم الشان او رسول الله صلي الله علیه وسلم د ارشاداتو په رڼا کې د اخلاقو او تزکیې په میدان کې د تصوف غوندې سپېڅلي علم بنسټ ایښی دی چې له دې نه ددې مضمون اهمیت معلومېدای شي، خو متأسفانه چې د اخلاقو او تزکیې د علم اړوند په مدرسه کې باقاعده کوم مضمون نشته؛ مجاهد صیب ددې مضمون اهمیت په کتاب کې تفصیلا ښه واضح کړی دی.
اووم مضمون د بدني روزنې دی، دا مضمون کله چې پورته مضمونونو کې مدرسه خپل کوښښونه وکړي نو دې ته هم توجه پکار ده ځکه د مدرسې پراخ مسؤلیت او لويې او سپېڅلې داعیې ته په کتو د عملي مبارزې په میدان کې د بدني روزنې اهمیت هم عینا د و اعدوا لهم مااستطعتم د حکم تعمیل دی او زیاتې ښېګڼې لري، مجاهد صیب ددې مضمون تشه او اهمیت هم درک او په کتاب کې ښه په تفصیل سره بیانوي.
د (مدرسه او مبارزه) کتاب لکه څرنګه چې زموږ موضوع وه د مدرسې لپاره د مبارزې په میدان کې د باشعوره، علمي او باثباته متحد پاتې کېدلو یوه بهترینه لارښوونه ده او دا کتاب د مدرسې لپاره د معاصر باطل او حق په پېژندنې، د حق په هر اړخیزه دفاع او دباطل په هر اړخیز رد او مقابله کې یو بهترین لارښود جوړېدای شي او که دې کې کتاب کې مدرسه خپلې ذکر شوې کمۍ درک او په اصلاح کې یې جدي اقدام وکړي نو لرې نه ده چې مدرسه دې خپل پراخ مسؤلیت او مأموریت صحیح درک، صحیح اداء او په حق اداء کولو کې یې پوره شعوري او علمي هر اړخیزې هڅې وکړي.
إدارة هجوم الفكري

❤️
❤
3