إعــدادُ الأُمَّــةِ للـجِـهـاد
إعــدادُ الأُمَّــةِ للـجِـهـاد
May 20, 2025 at 01:56 PM
مسئولینو ته چاپلوسي نه بلکې اصلاح یې وکړئ! په افغانستان کښې دا سپین محمدي نظام شل کاله د مجاهدینو د قربانۍ نتیجه ده، دلته شل کاله مجاهدینو په ډېرو سختو شرايطو کښې استقامت او مبارزه کړې، د دې نظام لپاره بې شمیره ځوانان تر تورو خاورو لاندې شوي، شل کاله مسلسل دلته د مسلمانانو وینې بهول شوې دي، دلته د ډېرو مسلمانانو عزتونه د کفارو تر پښو لاندې شوي؛ دا نظام د هېچا شخصي نه دی او نه څوک کولای شي چې خپل شخصي اغراض پکښې پوره کړي، څوک نشي کولای چې د نظام لاسته راوړنې د خپل ځان لپاره په شخصي ډؤل استفاده کړي، زمونږ د هر یو مسئولیت جوړېږي، چې د هر هغه شخص په مقابل کښې ودرېږو کوم چې د نظام څخه د خپلو شخصي اهدافو لپاره ګټه پورته کوي، مونږ باید هغه مسئولین راويښ کړو چې د نظام په اهدافو کې غفلت کوي، تر خپلو مسئولینو په چاپلوسۍ مه راتاوېږئ، خپل مسئولین له خیانت څخه منعه کړئ، توسعه ورته وکړئ، چې د نظام د اهدافو لپاره کار وکړي، نظام د میلو لپاره نه دی، نه د خواهشاتو پوره کولو لپاره الله تعالی راکړی، مونږ باید له موجوده نظام څخه نور هم د اسلام د پرمختګ لپاره کار واخلو؛ مونږ به ان شاء الله چې د هېڅ مسئول خاطر د نظام او اسلام په مقابل کښې ونه کړو، مونږ ته اشخاص نه بلکې نظام تر هر څه مقدم دی. *`إعــدادُ الأُمَّــةِ للـجِـهـاد`*
❤️ 👍 🫀 🌹 💗 💞 💯 21

Comments