دکابل امنیه قومندانۍ رسمي چینل
دکابل امنیه قومندانۍ رسمي چینل
May 28, 2025 at 05:22 AM
د کابل امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې لوی مدیریت اړوند د حضرت حمزه رض د نظامي معسکر څخه په اتمه دوره کې ( ۴۰۰ ) تنه پولیس فارغ شول.د فارغ شویو منسوبینو له جملې څخه ( ۸۲ )تنه افسران، ( ۱۳۳ ) تنه ساتنمنان او ( ۱۸۵ ) تنه ساتونکي دي. د زده کړو دغه پروګرام د شپږو اونیو په موده کې بشپړ او فارغ شوي منسوبینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول. په یاده فراغت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت الله حاجي نجیب ، د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو معینیت ددفتر ریس ملا احسان الله سهیل ، کابل ولایت والي ملا امین الله عبید، دکابل ولایت د استخباراتو ریس ابو خالد ، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه صاحب په شمول ډیر شمیر مسؤلینو ګډون درلود نېټه: ۷-جوزا-۱۴۰۴ ش مطابق د ۳۰- ذوالقعده - ۱۴۴۶ ق د کابل امنیه قومانداني د مطبوعاتو او عامه اړيکو دفتر
❤️ 👍 12

Comments