لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 24, 2025 at 04:06 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۳ مه، شنبه دایکندي لوړو زده کړو موسسه د دایکندي لوړو زده کړو موسسې شرعیاتو پوهنځي محصلینو د یوه علمي سفر په ترڅ کې د دایکندي ولایت حج او اوقافو ریاست څخه لیدنه وکړه. د دې سفر موخه د دایکندي ولایت د حج او اوقافو ریاست د حج او اوقافو او دیني چارو پورې اړوندو امورو سره د محصلینو آشنا کول وو، چې پرمهال یې محصلین د یاد ریاست اداري چارې، د دیني کلتور پراختیا او د دایکندي د حج او اوقافو ریاست اړوند دیني مسایل زده او په عملي ډول له نږدې ولیدل. کندهار پوهنتون کندهار پوهنتون کې د تدریسي موادو چمتو کول او تدریسي پلان جوړونې تر عنوان لاندې ورکشاپ جوړ شو. په یاد ورکشاپ کې استادانو ته د تدریسي پلان پر ارزښت، د تدریسي موادو د چمتو کولو پر لارو چارو، د موادو د راټولولو لپاره پر عملي لارښوونو، د تدرسي پلان پر ځانګړتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو معلومات وړاندې شول او استادانو په ګروپي ‌‌ډول عملي کارونه ترسره کړل. • د کندهار پوهنتون محصلانو د هرات ولایت تاریخي او سیاحتي سیمو او د هرات پوهنتون ته علمي سیر وکړ. د عامه ادارې او پالیسي او شرعیاتو پوهنځيو ۸۵ تنو محصلانو هرات ولایت ته پنځه ورځنی علمي سیر وکړ او د هرات تاريخي ځایونو، اختيارالدين کلا، مولانا جامي زيارت، د هرات ښاروالي، د اطلاعاتو او کلتور رياست او خواجه عبدالله انصاري زیارت څخه لیدنه او په اړه معلومات ترلاسه کړل. د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د نیمروز لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي یو شمېر استادانو او محصلينو د علمي سیر په موخه د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه او نورې برخې یې له نږدې ولیدلې. پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د (امت د عروج لارې چارې) تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي- فکري او تربیوي سمینار دایر شو، چې پر مهال یې د پوهنتون رهبري، استادانو او محصلانو تر څنګ د پوهنې وزارت معین مولوي صبغت الله وصیل هم حضور درلود. • د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالي څانګې محصلانو ته د پکتیا ولایت پولیسو اکاډمي په همکارۍ د کریمنالستیک مضمون اړوند درې ورځنی عملي ورکشاپ دایر شو. فراه لوړو زده کړو موسسه د فراه لوړو زده کړو موسسې ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو د فراه ولایت مرکز اړوند امارتي ښوونځيو د دوولسمو ټولګيو زده کوونکو ته د ساینسي څانګو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړ. ياد عامه پوهاوی په کانکور ازموینه کې د زده کوونکو د ساینسي څانګو له امکاناتو، د کاري ساحې او له کاري فرصتونو څخه د خبرتيا، زده کوونکو ته د خپلو علمي وړتیاوو د پراختیا لپاره غوره پرېکړو کولو او د خپلې خوښې وړ څانګې ټاکلو په موخه ترسره شو. غور لوړو زده کړو موسسه د غور لوړو زده کړو موسسې محصلینو ته د (اغېزمنې مطالعې ستراتیژیانې) تر سرلیک لاندې علمي سمینار دایر شو. یاد سمینار مطالعې ته د محصلینو د هڅونې او جذبولو په موخه دایر شو، چې د مطالعې اړوند پکې هر اړخیز موضوعات تشریح شول. البیروني پوهنتون د البيروني پوهنتون انجنیري پوهنځي د بېلا بېلو څانګو له ۱ څخه تر درېیمې ۳ نمرې پورې ممتاز محصلان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول. هرات پوهنتون هرات پوهنتون کې محصلینو ته (په بریاليو دفترونو کې د کار کولو لپاره ځان څنګه چمتو کړو) تر سرلیک لاندې یو فکري برنامه دایره شوه. په دې برنامه کې د کار بازار ته د ننوتلو لپاره اړین چمتووالي، مهارتونو، د سي وي لیکلو څرنګوالی، د دندې په مرکه کې د ځلېدو څرنګوالی، د کاري تجربې اهمیت او هڅوونکي او علمي خبرو اترو په اړه بحث وشو. کابل طبي علومو پوهنتون د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مخ او ژامې جراحي څانګې د روان کال لومړیو دوه میاشتو کې د عمومي بې هوشۍ لاندې ۶۰ لوی او د ځایي بې هوشۍ لاندې ۱۵ کوچني جراحي عملیاتونه په بریالیتوب ډول سره ترسره کړې دي. پروان پوهنتون د پروان پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځي ۳۸ تنو محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو او د عصري میتودونو په اساس د جرمونو کشف او تحلیل سره بلدتیا د علمي- ښوونیز سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت کریمنال تخنیک څانګې څخه لیدنه وکړه.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۳ مه، شنبه  دایکندي لوړو زد...
❤️ 👍 2

Comments