لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 25, 2025 at 03:10 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۴ مه، یکشنبه نیمروز لوړو زده کړو موسسه د نیمروز لوړو زده کړو موسسې ښوونې او روزنې پوهنځي لخوا د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کانکور داوطلبانو لپاره د عامه پوهاوي سمینارونه ترسره شول. ياد سمينارونه د نیمروز ولایت د پوهنې رياست سره په همغږۍ، د نیمروز ولایت په مرکز او ولسواليو کې په بېلا بېلو آمارتي او خصوصي ښوونځيو کې ترسره شو. کندهار پوهنتون د کندهار پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د توشیح شوي قانون سیالي ترسره شوه. په دې اړه سیالۍ کې محصلینو په یاد قانون ذکر شویو فصلونو، مادو او فقرو په اړه ځوابونه وویل، چې ممتازو محصلینو ته یې بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې. ننګرهار پوهنتون د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي محصلینو ته د ( څېړنیزې پروژې د وړاندې کولو لارښود) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو. شیخ زاید پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر وکړ. روزګان لوړو زده کړو موسسه د روزګان لوړو زده کړو موسسې د وروستي کال محصلانو ته د څېړنو، علمي اثارو او مقاله لیکلو تر عنوان لاندې د روزنیزو سمینارونو په لړ کې، د ښوونې او روزنې، زراعت، شرعیات او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلانو ته یو ورځنی سمینار دایر شو. پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون له لوري د ښوونځیو زده کوونکو ته په کانکور ازموینه کې د پوهنځيو او څانګو د انتخاب په اړه عامه پوهاوي په موخه د پکتیا پوهنې ریاست سره په همغږۍ د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو ته د کانکور ازموینو او پکتیا پوهنتون سره د اشنايي ځانګړې برنامه ترسره شوه. پنجشیر لوړو زده کړو موسسه د علمي او تحصیلي همکاریو پر دوام د کابل پوهنتون عامه کتابتون او د کرنې پوهنځي کتابتون لخوا د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې کرنې پوهنځي سره د ۱۶۶ ټوکه بېلا بېلو کتابونو مرسته وشو. • د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بیهقي خپرندویه ادارې د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې کتابتون ته د کلتوري او علمي نوښت په توګه ۶۴ جلدونو کې ۲۸ عنوانه کتابونه ډالۍ کړل. سمنګان لوړو زده کړو موسسه د سمنګان لوړو زده کړو موسسې فارسي-دري ژبې او ادبیاتو څانګې محصلینو ترمنځ د (غوره محصل ویناوال) سیالي ترسره شوه. له یادې سیالۍ موخه محصلینو کې د وینا هنر پیاوړتیا وه، چې مخکښ ویناوال محصلین پکې په ګوته او وستایل شول. دایکندي لوړو زده کړو موسسه د دایکندي لوړو زده کړو موسسې کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د دایکندي د برګ بادام د کرنیزو خدماتو شرکت څخه لیدنه وکړه.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۴ مه، یکشنبه  نیمروز لوړو ز...
❤️ 3

Comments