لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
May 25, 2025 at 05:11 PM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات پوهنتون علمي شورا غړو سره ناسته وکړه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده ناسته کې په چارو کې پر اخلاص، اتفاق ساتنې او د اولي الامر پر اطاعت ټينګار وکړو او د ناستې ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په ټولو برخو کې د عالیقدر امیر المٶمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامین تطبیق او ورته پوره پاملرنه وکړي. محترم شیخ صاحب د علمي شورا غړو ته په خطاب کې وویل: « اسلامي امارت دواړو برخو هم دیني علومو او هم عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه کوي، زموږ هېواد په ټولو برخو کې هم زراعت هم په انجنیري او هم په نورو علومو کې متخصصینو ته اړتیا لري» هغه زیاته کړه: « هر مسؤول باید په خپله دنده کې احساس د مسوولیت ولري او د اسلامي امارت اصول پوره مراعات کړي، ځکه په اسلامي نظام کې هر مسؤول د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه استازولي کوي » همدارنګه د هرات پوهنتون مسوولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل، چې د محترم شیخ صاحب له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو. نېټه: یکشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ٢٧ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولي ٤ مه ۲۰۲۵ م د مۍ ٢٥ مه
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هر...
❤️ 🍇 10

Comments